خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا د بې انجامه جنګونو انساني لګښت

 

په افغانستان او عراق کي ۲.۷ میلونه امریکايي عسکر جنګېدلي دي. د امریکا د متقاعدو عسکرو د وزرات په حواله، لدې جملې څخه ۳۵ ٪ عسکر معیوب دي. د عسکرو په ناروغیو کي روحیاتي، فشار، سټرس، او رواني مشکلات هم شامل دي.

په افغانستان او عراق کي، د متقاعدو عسکرو ۳.۸ ٪ بېکاره دي. په افغانستان او عراق کي ۵۳۰۰۰ زره امریکايي عسکر فزیکي ټپیان سوي دي. قریب دوو زرو عسکرو خپل لاس او پېښې بایللي دي.

په افغانستان او عراق کي جنګېدلي متقاعد عسکر د امریکا د نفوس یو فیصد تشکیلوي.

د افغانستان او عراق جنګ په قرضونو چلېږي، او دا پور به د امریکا آینده نسل ورکوي. همدا وجه ده چي د امریکا د اوسینو بې پایانه جنګونو اقتصادي بوج موجوده امریکایان چندان نه احساسوي.

همدا سبب دی چي د امریکا سیاستوال، البته پرته له ټرمپ څخه، د امریکا د بې انجامه جنګونو د ختمولو په اړه چندان تلوسه نه لري، او درد او رنځ یې نه احساسوي. (یکانومیسټ)

واحد فقیري