د تروریزم پر خلاف په اصطلاح جنګ اته لک کسان وژلي، او ۶.۴ ټریلیونه ډالره پرې لګول سويدي
له ۲۰۰۱ څخه راپدې خوا، کله چي متحده ایالاتو د تروریزم پر ضد په اصطلاح جنګ پیل کړیدی، پدې جنګ کي تر اوسه پوري ۸۰۱۰۰۰ کسان وژل سوي، او ۶.۴ ټریلیونه ډالره خرچه پرې راغلې ده. دا تازه څېړنه د امریکا مشهور پوهنتون بروان پوهنتون نشر کړېده.
دا تحقیقات وايي چي د دې ناپایانه جنګ قیمت به نور هم جګ سي،ځکه جنګ د عسکرو د راستنېدو سره نه ختمېږي، بلکي دوامداره وي.
د دې جنګ اصلي قربیان په افغانستان، پاکستان، عراق، سوریې، یمن او نورو ځایونو کي دي. پدې رپوټ کي د تروریزم پر ضد د جنګ غیر مستقیم قربانیان نه دي شامل.
دا رپوټ وايي د تروریزم پر ضد د ناانجامه جنګ ټوټال قربانیان احتمالا درې میلیونو کسانو ته رسېږي.
د بروان پوهنتون رپوټ وايي د دې فاجعه امېزه جنګ اصلي مسولین د امریکا مشران دي. دا رپوټ وايي امریکایي مشرانو دا جنګ په خپله خوښه او شوق شروع کړیدی.
واحد فقیري