د بندیانو تبادله څرنګه وځنډېدله
واحد فقیري
طالب چارواکي وايي وروسته له هغه چي د بندیانو تبادله وځنډېدله، هغوی هم خارجي بندیان «نوی او محفوظ ځای» ته انتقال کړل.
طالب منابع وايي ټاکل سوې وه چي طالب بندیان به قطر ته انتقالېږي، خو د نامعلومو دلایلو له کبله بېرته د بګرام محبس ته وړل سويدي. د طالب بندیانو خپلوان وايي چي بندیانو ته نوي جامې ورکړل سوې وې، او طیارې ته انتظار ول، خو وروسته بېرته جېل ته انتقال سويدي.
د معاملې سره سم باید اول طالب بندیان قطر ته رسېدلی وای، او وروسته غربي بندیان آزاد سوي وای.(رویټرز)