تماشاچي ملت
یو تماشاچي ولس هغه دی چي هره ورځ ظلم او فساد په خپله ټولنه کي د سر په سترګو ګوري، خو په مقابل کي يې هیڅ اقدام نه کوي. یو نندارچي ولس هره ورځ په تیلویزیون او مطبوعاتو کي په خپله جامعه کي روان ظلم او فساد ګوري، خو دېته انتظار باسي چي نور خلګ يې غم وخوري، او دوی فقط ورته ګوري.
یو تماشاچي ولس هغه دی چي د خپل برخلیک لیکل يې نورو ته ور خوشي کړي وي. حال دا چي د یوه ملت حالت تر هغه وخته پوري نه بدلېږي تر څو چي خپله لاس په کار نه سي.
واحد فقیري