خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په ایران کي تر مظاهرو ورسته انټرنیټ بند سوی دئ

واحد فقیري

د ایران حاکمان پوهېدل چي د تیلو ګرانول به د ایرانیانو عام اعتراض او قهر راوپاروي. همدا وجه وه چي د تیلو د قیمت جګول يې په نیمه شپه کي اعلام کړ. د دې نوي اعلان سره سم به په هره میاشت کي د اولو ۶۰ لیټرو تیلو بیه ۵۰ ٪ جګه سي، او تر ۶۰ لیټرو وروسته به يې قیمت ۳۰۰ ٪ لوړ وي.

ښايي د عامو ایرانیانو سمدستي پراخ عکس العمل د ایران حاکمان هک پک کړي وي. سمدستي د ایران په سترو ښارونو کي قهرېدلو مظاهرچیانو سړکان او ټرافیک بند کړل، بانکونه او د تیلو ټانکونه يې وسوځل.

تر ټولو سخت اعتراضونه د خوزستان په ولایت کي روان دي. خوزستان د تیلو ستري منابع لرې، خو فقر او بېکاري په کي د نورو ښارونو په پرتله زیاته ده. هلته مظاهرچیانو د حسن روحاني او ایت الله علي خامنه ای عکسونه وسوځل. د هغوی شعار:«ملایانو دي ورک سي!»

علي خامنه ای اعتراض کونکي «لنډه غر» یادوي، او دا مظاهرې د هغو جهاني شیطاني مرکزونو کار بولی «چي زموږ مخالف دي.»

کله چي جمهورریس ټرمپ د ایران سره ذره وي موافقه لغوه کړه، هغه وویل چي پر ایران باندي به «حد اعظم فشار» واچوي.

په ایران کي پولي تورم ۴۰ ٪ جګ دی. په جهان کي د تیلو قیمتونه راکښته سوي دي. د خوراکه او نورو شیانو بیې لوړي سوي دي. او ایران د هر اړخېز بندویزونو سره مخامخ دی.

په ایران کي، د تیلو قیمت په نړۍ کي تر ټولو ارزانه دی، او ایرانیان د تیلو ارزانه بیه خپل «مادر زاد» حق ګڼي.

د ایران حکومت پدې لټه کي وو چي په عراق او لبنان کي د خلګو عام اعتراضونه خفه کړي، خو اوس دننه په کور کي د ایرانیانو له عمومي مظاهرو سره مخامخ دی. (یکانومیسټ، نیویارک ټایمز، اسوشیټډ پریس، رویټرز)