خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ایرانیانو ولسي مظاهرې دوام لري

دا شپږمه ورځ ده چي په ایران کي د حکومت پر خلاف عام ولسي اعتراضونه روان دي. د عفوي بین المللي سازمان وايي د ایران امنیتي قواوو په ۲۱ سترو ښارونو کي ۱۰۶ مظاهرچیان قتل کړيدي. په سلهاوو ټپیان سويدي، او په زرهاوو توقیف سويدي.

ځوان ایرانیان هله د تهران د رژیم پر ضد اعتراضات شروع کړ چي حکومت یو دم د تیلو بیه جګه ده. ایرانیان دغه راز د کمزوري اقتصاد، بېکارۍ، او د پراخ اداري فساد پر ضد راپاڅېدلي دي.

د ایرانیانو دا مظاهرې ځکه جدي دي، ځکه چي په عراق او لبنان کي هم خلګ د خپلو ظالمو او مفسدو حکومتونو پر ضد راولاړ سويدي.

د ایران د چارو مبصرین وايي چي د تهران رژيم د جدي خطرونو سره مخامخ دی، او د ایرانیانو حوصله ختمه سوېده.

د ایران حاکمان دا روان ولسي اعتراضونه د خارجیانو دسیسه ګڼي.

واحد فقیری