خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خلیلزاد نوی ټویټ

 

د خلیلزاد نوی ټویټ

دا چي طالبانو نن ورځ لس تنه افغان عسکر آزاد کړل،‌ زه يې هرکلی کوم. د طالبانو دا کار وروسته له هغه وسو چي د افغان حکومت طالب بندیان آزاد کړل، او په مقابل کي طالبانو د ښه نیت د ښودلو لپاره د افغانستان -امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان خوشي کړل.

امید دی چي دا اقدامات خشونت او تشدد راکم کړي،‌او د افغان حکومت، طالبانو، او نورو افغان مشرانو تر مینځ د سیاسي مصالحې پروسه لا ګړندۍ کړي،‌ او پرمختګ يې لا غښتلی کړي. افغانان سولي او امن ته تلوسه لري. او موږ يې تر څنګ ولاړ یو.

واحد فقیري