خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په کولمبیا کي عمومي اعتراضونه پیل سول

 

په کولمبیا کي په لسهاوو زره مظاهرچیان د اقتصادي بې عدالتۍ، د مدني مشرانو پر ضد د حکومتي تشدد، او په حکومت کي د پراخ اداري فساد پر ضد کوڅو او بازارونو ته راوتلي دي.

پولیس وايي د کولمبیا په پایتخت بوګاتا کي قریب دوه لکه محصلینو، معلمانو، د کارګرانو د اتحادیو غړو، چپیانو، او عادي خلګو د حکومت پر خلاف په مظاهرو کي برخه اخیستې ده.

د طب د پوهنځی ۲۳ کلن محصل، هولیو کونتراریس، وايي،«د اعتراض وخت رارسېدلی دی. موږ نور اداري فساد او د حکومت درواغ نه سو زغملای. موږ د مبارزې میدان ته رادنګلي دي.»

که څه هم د کولمبیا اعتراض تر ډېر حده مدني او سوله ایز دی، خو دلته او هلته د پولیسو او مظاهرچیانو تر مینځ د ډبرو ګوزارونه کېږي.

د کولمبیا اعتراضونه پداسي وخت کي شروع کېږي چي په ګرده لاتیني امریکا کي د فاسدو حکومتونو پر ضد ولسي مظاهرې رواني دي.

د بوګاتا اعتراض کونکو د چیلي، ایکوادور، او د لاتیني امریکا د نورو هیوادونو بېرغونه د ځان سره انتقالوي. هغوی نارې وهلې،«جنوبي امریکا راپاڅېږه! له تشدده پرته راپاڅېږه!»
واحد فقیري