د عفوي بین المللي سازمان: افغان استخبارات باید هغه کسان آزاد کړي چي د بچه بازيو حلقې يې افشا کولې
د عفوي بین المللي سازمان: افغان استخبارات باید هغه کسان آزاد کړي چي د بچه بازيو حلقې يې افشا کولې
د عفوي بین المللي سازمان وايي د افغانستان استخبارات باید سمدستي د بشر د حقوقو هغه دوه مدافعان له بنده آزاد کړي چي د بچه بازیو حلقې یې افشا کولې.
ښاغلی موسی محمودي او احسان الله حمیدي په لوګر ولایت کي د بشر د حقوقو پېژندل سوي فعالان دي. افغان استخباراتو هغوی د نومبر پر ۲۱ باندي هله توقیف کړل چي هغوی کابل ته ور وران ول او غوښتل يې د اروپايي اتحاد له سفیر سره ملاقات وکړي.
د هغوی له افشاګیرو راوروسته، سمدستي افغان استخباراتو موسی محمودي او احسان الله حمیدي تهدیدونه شروع کړل، ځکه هغوی د بچه بازیو څه د پاسه سل ویډیوګاني کشف کړي وې. د بچه بازیو ځیني قربانیان د خپلو دوستانو له طرفه وژل سويدي.
د عفوي بین المللي سازمان وايي دا خلګ باید ژر تر ژره آزاد سي، ځکه هغوی په توقیف خانو کي د شکنجې له خطر سره مخامخ دي. د عفوی بین المللي سازمان وايي د دې پر ځای چي د افغان حکومت د بشر د حقوقو دا مدافعان بندیانوي، هغوی يې باید تقدیر او ستایلي وای.
په لوګر ولایت کي افغان استخباراتو دا فعالان تر څار لاندي نیولي ول، او وروسته يې جېل ته کش کړ.