خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په ایران کي د حکومت د پلویانو احتجاج

 

په ایران کي د حکومت د پلویانو احتجاج

د دوشبنې په ورځ په تهران کي د حکومت په زرهاوو پلویانو امریکا او اسرایل په ایران کي د روانو څو ورځو د اعتراضونو په لمسولو تورن کړل. هغوی د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسرایل» شعارونه ورکول.

د تهران رژیم، د دوشنبې د اعتراضونو په تنظیمولو او سمبالولو کي اساسي نقش لري.

د تهران رژيم د حکومت پر ضد اعتراض کونکي «اوباش او لنډه غر» بولي، او وايي چي دا مظاهرچیان د امریکا، اسرایلو، او سعودي عربستان سره روابط لري.

واشنګټن له ایراني اعتراض کونکو څخه خپل ملاتړ اعلام کړیدی، خو فرانسې او جرمني د ژول سویو کسانو په اړه خپل ژور خپګان او اندېښنې اظهاري کړيدي.

د ایران په مجلس کي، ځینو وکیلانو «د مظاهرچیانو د مشرانو د اعدام» مطالبه کړېده.