خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د هانګ کانګ په انتخاباتو کي مظاهرچیانو ستره کامیابي ترلاسه کړه

 

قریب شپږ میاشتي کېږي چي په هانګ کانګ کي د زیاتي سیاسي آزادۍ، محلي خود مختارۍ، او د یموکراتیکي ټولني لپاره پراخ ولسي اعتراضونه روان دي. د ښاري حوزو لپاره په پروني انتخاباتو کي د مظاهرچیانو بې ساري کامیابي دا وښوده چي د هانګ کانګ د عادي خلګو مبارزاتو مثبته نتیجه ورکړه.

پدې ښاري انتخاباتو کي د رایو ورکونکو د شرایطو د واجدو کسانو ۷۰ فیصدو برخه اخیستې وه. د سیاسي آزادۍ او محلي خود مختارۍ پلویانو له ۴۵۲ چوکیو څخه ۳۸۹ کرسۍ وګټلې.

که څه هم بېجینګ مدام هڅه کوي چي د هانګ کانګ مدني اعتراضونه د خارجیانو دسیسه معرفي کړي، خو پروني ښاري انتخاباتو دا وښوده چي د هانګ کانګ د خلګو مشروع مبارزاتو بالاخره سالمه نتیجه ورکړه، او د خلګو حاکمیت یې تثبیت کړ.

په هانګ کانګ کي د آزادۍ او دیموکراتیکو اصولو د پلویانو موفقیت دا هم وښوده چي که چیري یو ولس منظم او متحد سي، د هغوی مخه هیڅ طاقت نه سي راګرځولای. که چیري یو ملت د خپل حقه حقوقو لپاره مبارزه پیل کړي، هغوی بالاخره کامیابه کېږي.
واحد فقیري