ایران ته د ملا برادر د سفر په اړه د سهیل شاهین نوی ټویټ

نن (نومبر 26) دا.ا.امارت سیاسي مرستیال او دسیاسي دفتر مشرمحترم ملا برادر اخند او ورسره هئيت یې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هئيت سره په تهران کې وکتل. دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د پروسې په هکله
تفصیلي خبرې وکړې.
ددې علاوه، په دوه اړخیزو روابطو او په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو وغږیدل. ایراني لوړ پوړو چارواکو د افغان ولس سره د لاښو اړیکو ساتلو هیله څرګنده او د افغان مهاجرینو د ستونزو دحل وعده یې وکړه.