خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکايي مطبوعات: د امریکا سفیر د غني استخبارات سرزنش کړل

امریکايي مطبوعات: د امریکا سفیر د غني استخبارات سرزنش کړل

نیویارک ټایمز د نومبر پر ۲۶ لیکي په کابل کي د امریکا سفیر، جان بس، د افغانستان د ملي امنیت «شوروي ډوله تاکتیکونه» وغندل. د ملي امنیت ادارې د هغو دوو مدني فعالانو اعترافونه نشر کړل چي د لوګر په ولایت کي يې د ۱۶۵ هلکانو سره د جنسي تیري او آزار په باره کي ثقه معلومات راغونډ کړي ول.

نیویارک ټایمز لیکي د افغانستان د ملي امنیت اداره د بندیانو سره په خشن او شډل چلن شهرت لري. جان بس پخپل ټویټ کي ویلي دي چي د کابل د حکومت دا راز اقداماتو «سخت ټکان» ور کړیدی. اخبار لیکي اشرف غني پخپل ټویټ کي ویلي دي چي د ملي امنیت له اپروچ سره همنظره ندی.

نیویارک ټایمز لیکي د جان بس لخوا په عام محضر کي د کابل د حکومت داسي سخت سرزنش د دپلوماتیکو نرمونو سره څرکنده خدای په اماني ده. دغه راز، د اشرف غني لخوا د افغانستان د استخباراتو رټل هم بې سابقه دي.

اخبار لیکي افغانستان فقط په نامه دیموکراتیک نظام لري، او د امریکا په نظامي او مالي مرستو باندي چلېږي.

نیویارک ټایمز کاږي په افغانستان کي د جرمني سفیر د ملي امنیت اقدامات «شرم آوره» بللي. همدارنګه، ملګرو ملتونو د افغانستان پر لويي څارنوالي باندي ږغ کړیدی چي د جنسي آزار دا قضیه دي پوره وڅېړي.

نیویارک ټایمز لیکي په ویډیو کي ښکاري چي د ښاغلي موسی محمودي او احسان الله حمیدي څخه په زوره او جبر اقرار اخیستل سوی دی.

واشنګټن پوست د نومبر پر ۲۷ لیکي د موسی محمودي رپوټ وايي چي د لوګر په مکتبونو کي ۵۵۰ هلکان د جنسي آزار او تیری قرباني سويدي.

واشنګټن پوسټ لیکي د بشر د حقوقو سازمانونو څو ځله د افغانستان د ملي امنیت پر ادارې باندي انتقادونه کړيدي، ځکه هغوی د ملکي کسانو سره ناړوه چلن کوي. دغه راز، د ملي امنیت اداره د شپې په چاپو کي هم برخه اخلي.‌

د بشر د حقوقو د څار د ادارې څېړنکاره، اغلې ګوسمان، وايي،«د ملي امنیت اداره د خلګو د شکنجه کولو او غیر قانوني توقیفولو اوږده سابقه لري.»

واشنګټن پوسټ لیکي د لوګر محلي چارواکي د موسی محمودي او احسان الله حمیدي رپوټ سخت غندي، ځکه هغوی وايي چي دې رپوټ د لوګر ولایت شهرت ته زیان رسولی دی. اشرف غني هم د لوګر ولایت دی.

واحد فقیري