خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ایران په مظاهرو کي دوو لکو ایرانیانو برخه اخیستې وه

 

یو ایرانی چارواکی وايي څه د پاسه ۲۰۰۰۰۰ ایرانیانو د حکومت پر ضد په تظاهراتو کي برخه اخیستې وه. د تهران د رژیم پر ضد دا روان اعتراضونه د اسلامي انقلاب راوروسته تر ټولو ستري مظاهرې بلل کېږي.

د ایران ستر روحاني مشر، ایت الله خامنه ای، دا مظاهرې «ډیري خطرناکه دسیسې» یادي کړيدي. هغه وايي د تیلو د قیمتونو پر ضد راولاړ سوي اعتراضونه کاملا ځپل سويدي. د ایران د رژیم میډیا دا تظاهرات د «سیا»، اسرایلو، او سعودي عربستان لمسون ګڼي. او اعتراض کونکي «اوباش او لنډه غر» یادوي.

د ایران داخله وزیر، عبدالرضا رحماني فضلي، وايي ۷۳۱ بانکونه، ۷۰ د تیلو ټانکونه، او د حکومت ۱۴۰ دفترونه او ودانۍ لولپه سويدي. د امنیتي قواوو پر څه د پاسه ۵۰ اډ او تاڼو باندي حملې سويدي. او ۷۰۰۰ اعتراض کونکي توقیف سويدي.

عادي ایرانیان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او د تیلو د قیمت جګوالي ټول ضروري شیان ګران کړيدي. (رویټرز)

واحد فقیري