په کولمبیا کي د اداري فساد پر ضد اعتراضونه دوام لري
څو ورځي کېږي چي د کولمبیا د فاسد حکومت پر ضد په لسهاوو زره مظاهرچیان د بوګاتا کوڅو او بازارونو ته راوتلي دي. د پولیسو سره په نښتو کي، د یوه ځوان اعتراض کونکي مرګ د اداري فساد پر ضد د خلګو قهر لا ډېر کړیدی.
د سې شبنې په ورځ، د کولمبیا جمهورریس د مظاهرچیانو له مشرانو سره وکتل، خو پدې ملاقات کي چندان څه تر لاسه نه سول.
د اداري فساد پر ضد د کولمبیا په اعتراضونو کي محصلین، کارګري اتحادیې، او منورین مخکښ نقش لوبوي.
مظاهرچیان د اقتصادي بې عدالتۍ، اداري فساد، زیاتیدونکي تشدد، او خویشخورۍ پر ضد راوتلي دي.
په برازیل کي هم د اداري فساد او رشوت پر ضد د پراخو ولسي اعتراضونو لپاره بند و بست نیول کېږي.
واحد فقیري