خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا لوی درستیز: په افغانستان کي د سولي د خبرو د کامیابۍ چانس تر بل هر وخت رانژدې سویدی

 

د متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو لوی درستیز، جنرال مارک میلي، وايي چي په افغانستان کي د سولي د خبرو د موفقیت چانس ډیر رانژدې سويدی. او ښايي په ډېر ژر وسي.

جنرال میلي دا جالبي څرګندوني نن په کابل کي وکړې. هغه وايي،«د سولي د مذاکراتو مثبت نتایج تر بل هر وخت زیات سوي دي.» هغه زیاته کړه،«که بخت یاري راسره وکړه، موږ به په راتلونکو څو ورځو کي کامیابه او مثمر مذاکرات ولرو.»

هغه زیاته کړه ډېر کارونه خلاص سويدي، او «عموما په داسي شرایطو کي‌، دوه ګامه مخته او یو ګام شا ته اخیستل کېږي»

طالبان وايي چي په دوحه کي يې مشران د امریکايي عالي رتبه مامورینو سره په غیر رسمي ملاقاتونو بوخت دي، او پر یو داسي پلان باندي کار کوي چي د سولي مذاکرات بیا راژوندي کړي.

جنرال میلي وايي،«مذاکرات چالانه دي.»

واحد فقیري