عراقي مظاهرچیانو د ایران قونسلګري وسوځله
عراقي اعتراض کونکو د چهارشبنې په شپه د نجف په ښار کي د ایران قونسګري پدې منظور وسوځله چي په عراق کي د ایران له مداخلو سره خپل مخالفت اعلام کړي.
که څه هم د عراقي مظاهرچیانو پدې اور کي د ایران کوم دپلومات نه دی ژوبل سوی، خو د شیعه عراقیانو دا اقدام تهران ته یو څرګند پیغام لري: او هغه دا چي عراقیان نور پخپلو داخلي چارو کي د ایران مداخله نه سي زغملای.
دا دوهم ځل دی چي په نجف کي عراقي شیعیان د ایران پر قونسلګرۍ باندي حمله کوي.
که څه هم د عراقیانو دوامداره اعتراضات کلا سوله ایز دي، خو پولیسو تر اوسه پوري( ۳۲۰) مظاهرچیان وژلي او ۱۵۰۰۰ نور یې ټپیان کړيدي.
په نجف کي د ایران د قونسلګرۍ سوځول په سیمه کي نورو اشغالګرانو او جبارانو ته یو څرګند پیغام لري: او هغه دا چي هر کله چي یو ملت راوېښ سي، هغوی ضرور د اشغالګرانو د جاسوسۍ ځالي په نښه کوي. د خارجي قواوو پر ضد قیام کوي، او بالاخره يې له خپل هیواده شړي.
واخد فقیري