د ثبات او همپالني اعتراض

د ثبات او همپالني پلویانو په انتخاباتو کي د تقلب او د رایو د بیا شمېرولو پر ضد خپل اعتراض شروع کړیدی. پدې اعتراض کي د ګډونوالو دقیق شمېر لا معلوم ندی. خو دا سوله ایز مظاهره دا ثابتوي چي افغانان هم د مدني اعتراض د تنظیمولو قدرت لري.
د ثبات او همپالني اعتراض د هغو خلګو ادعا ردوي چي وايي افغانان سوله ایز حرکتونه نسي سمبالولای.
کاشکي د سولي، د تشدد د راکمولو، او د امریکايي اشغال د ختمولو لپاره هم محصلین، سوله پاله منورین، او عام خلګ مدني اعتراضونو ته مخه کړي.