خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امريکايي ډرون یوه ځوانه او ناروغه مور او پنځه تنه نور ملکیان قتل کړيدي

د خوست په ولایت کي، امریکايي ډورن طیارې پر یوه موټر باندي بمباري کړېده. یوه مور، چي نوی ماشوم يې زېږېدلی وو، وژلې ده. پدې وحشیانه حملې کي پنځه تنه نور بې دفاع او بې ګناه افغانان هم شهیدان سويدي.

رپوټ وايي وروسته له ولادت څخه د ۲۵ کلني، مېرمن مالانې، صحي وضع خرابه سوې وه، او خپلوانو يې کلینک ته وړې وه. له کلینکه د راستېدو پر وخت امریکايي اشغالګرانو د ډورن حمله باندي وکړه. د مېرمن مالانې خپلوان وايي د هغې تازه زېږېدلی ماشوم په کور کي ژوندی دی.

په افغانستان کي امریکايي اشغالګرو قواوو دا حمله تایید کړېده.

په سپټمبر کي، امریکايي بمباریو ۴۰ ملکي او بې دفاع افغانان په هلمند کي قتل کړي ول. په ننګرهار کي هم امریکایانو او د هغوی بومي یارانو په سلهاوو بې دفاع افغانان قتل کړيدي.

واحد فقیري