ګوربچوف: په افغانستان کي د امریکايي عسکرو پاته کېدل د جهاني سولي لپاره خطرناکه

د شوروي اتحاد پخوانی او آخري جمهورریس ګوربچوف د امریکايي تیلویزون سي این این سره په یوې تازه مرکې کي افغانستان ته د جمهورریس ټرمپ د سفر او د امریکايي عسکرو د ایستلو د نیت په اړه وايي:
«هغوی باید ووځي. دا اصلي د عبرت درس دی. تاسي پوهېږئ، دا لکه د اورلګیت او تیلو غوندي وي. کله چي تاسي ګوګړ ولګوئ، اور خورېږي. کله چي پدې جنګ کي سیمه ایز او ستر قدرتونه ښکېل سي، دا د ګردو ولسونو لپاره خطرناکه وي.» (سپوتنیک نیوز)
واحد فقیري