خلیلزاد وایې چي امریکا، طالبانو او افغان حکومت په ګډه په ننګرهار کي داعش مات کړ.

ښاغلی خلیلزاد په خپل ټویټ کي وایې:
دغسي چې د شکرګزارۍ په ورځ ولسمشر ټرمپ وویل، په افغانستان کې د داعش خراسان په ضد عمده پرمختګ شوی دی. په ننګرهار کې وروستی کمپاین، یوه بیګله ده. د متحدو ایالتونو/ائتلاف او افغان امنیتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغیزمنو عملیاتو له کبله داعش-خراسان سیمې او جنګیالي وبایلل. سلګونه تسلیم شول. داعش-خراسان محو شوی ندی، خو دا رښتونی پرمختګ دی.