خلیلزاد کابل ته رسېدلی دئ

خلیلزاد کابل ته رسېدلی دی، او غواړي چي د طالبانو سره د سولي د خبرو د شروع کولو پر موضوع باندي د اشرف غني سره بحث وکړي.
د افغان حکومت اصرار کوي چي باید په خبرو کي داخل سي، خو طالبان د کابل حکومت «نامشروع او ګوډاګی» بولي.
طالبان وايي چي د امریکایانو سره به تر موافقې مخکي اوربند اعلام نه کړي، او نه به هم د موافقې مخکي د افغان حکومت سره خبري وکړي. (رویټرز)