خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

بین المللي جنايي محکمې په افغانستان کي د جنګي جنایاتو په اړه درې ورځنۍ استعماعیه غونډه پیل کړه

په هالنډ کي، بین المللي جنايي محکمې په افغانستان کي د جنګي جنایاتو په باره کي خپله درې ورځنۍ استعماعیه غونډه شروع کړه. د جنګي جنایاتو د ۸۲ قرباني افغانانو مدافع وکیل وايي،«دا په افغانستان کي د حساب و کتاب لپاره یوه تاریخي ورځ ده.»

د اپریل په میاشت کي، د بین المللي جنايي محکمې قاضیانو د څاروال هغه غوښتنه رد کړه چي غوښتل يې په افغانستان کي د امریکايي قواوو، افغان ځواکونو،‌او طالبانو د جنګي جنایاتو په اړه دوسیه پرانزي.

هله د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو، د دې محکمې پر غړو باندي د امریکا ویزا بنده کړه.

د بین المللي جنايي محکمې څارنوالان ادعا کوي چي په افغانستان کي امریکايي او افغان ځواکونه او طالبان په جنګي جنایاتو کي لاس لري. او زیات ملکي افغانان يې ژولي او شکنجه کړيدي. (اسوشیټد پریس)

واحد فقیري