خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جاپان ټوډې لیکي د ډاکټر تیتسو ناکامورا قتل افغانانو ته ټکان ورکړي دی

 

جاپان ټوډې لیکي د ډاکټر تیتسو ناکامورا قتل افغانانو ته ټکان ورکړي دی، او په کابل او نورو ښارونو کي د هغه د لمانځولو په خاطر یې شمعان بل کړيدي. جاپان ټوډې لیکي ډاکټر ناکامورا په افغانانو کي سخت محبوب وو.

اخبار لیکي چي ګڼ شمېر افغانانو په کابل کي د ډاکټر ناکامورا عکس له ځانونو سره انتقالوی، او د سفارت مخته يې د هغه قاتلان غندل.

د شمعانو پدې غونډه کي، د ویناوالو یوه مطالبه دا وه چي په ننګرهار ولایت کي دي یو ځای او یا پوهنتون د ډاکټر ناکامورا په نامه سي.

جاپان ټوډې لیکي چي په افغان سوشل میډیا کي د ډاکټر ناکامورا پر قتل باندي سخت خپګان اظهار سوی دی، او د هغه عکسونه او رسمامۍ د خلګو پروفایل جوړوي.

واحد فقیري