خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له افغانانو څخه د معذرت غوښتل لپاره دي په ګرده جهان کي بېرغونه نیم ځوړند سي، او یوه دقیقه سکوت دي وسي!

مشهوره هالندۍ لیکواله، اغلې بتي ډام، پخپل ټویټر کي لیکي د افغانستان د اسنادو خپرېدو دا خبره په ډاګه کړه چي امریکا او ملګرو يې د افغانانو پر ضد یو څرګند غیر ضروري جنګ پیل کړیدی.

زما سپارښت دا دی چي له افغانانو څخه د معذرت غوښتلو په منظور دي په ګرده جهان کي د یوې دقیقې لپاره سکوت وسي، او هم دي په ټول جهان کي بېرغونه نیم ځوړند سي.

دا به د ګردو هغو افغانانو څخه د عفوي غوښتلو یو سیګنال وي چي پدې بین المللي تراژدۍ کي قتل سوي دي.

زیاتره خلګ پدې پوهېدل چي په افغانستان کي د امریکا جنګ یو غیر عادلانه جنګ دی، خو اوس د امریکا حکومت پخپله پر دې خبري باندي اعتراف کوي. دا خبره دا ثباتوي چي زیات بې ګناه خلګ بر ناحقه قتل سويدي.

زه مطمینه یم چي اکثره جهانیان او حتی د امریکا په حکومت کي دننه به هم ځیني خلګ د افغانستان د پېښو په هلکه سخت غمجن سوي وي. نو لهذا،‌ راځئ چي په ګډه د احترام په خاطر یوه دقیقه سکوت وکړو، او پر دې ستري بې عدالتۍ باندي تفکر وکړو. راځئ چي د احترام په خاطر هغو خلګو ته سلامي وکړو چي پدې جنګ کي قتل سويدي.

د افغانستان په شل کلن تاریخ کي د ډسمبر میاشت یوه تاریخي میاشت ده. د ۲۰۰۱ په ډسمبر کي، حامد کرزي د محلي طالبانو سره یوه موافقه وکړه. طالبان تللي ول، او نور جنګ ته ضرورت نه وو. خو رمز فیلډ نور عسکر ور واستول، او د بې ګناه کسانو په وژلو یې پیل وکړ.

نوټ: که چیري د اغلي ډام له وړاندیز سره همنظره یاست، لطفا يې د خپلو ملګرو سره شېر کړئ.

واحد فقیري