په امریکايي مطبوعاتو کي نن هم د افغانستان د اسنادو هنګامه ګرمه ده
په امریکايي مطبوعاتو کي نن هم د افغانستان د اسنادو هنګامه ګرمه ده. امریکايي مبصرین پر کانګرس باندي سخت انتقادونه کوي چي خپله وظیفه یې نده ادا کړې، او پر حکومت يې سم نظارت ندی کړی.
د افغانستان د اسنادو خپرېدل د امریکا سیاسي کلاس ته ټکان ورکړیدی، او وايي چي حکومت پر موږ باندي د احمقانو خیال کړیدی.
د امریکا د کانګرس ځیني غړي وايي چي په افغانستان کي عالي رتبه امریکايي مامورین باید راجلب سي، ځکه هغوی پدې تېرو ۱۸ کالو کي کانګرس او د امریکا خلګو ته ښکرور درواغ ویلي دي.
حامد کرزي په خپله تازه مرکې کي ویلي دي چي په افغانستان کي د اداري فساد اصلي عامل امریکا ده.
پدې اسنادو کي ښکاري چي امریکايي استعمارګران قصدا او عمدا اداري فساد خوروی، او مدام خپل افغان بومي غلامان نازوي.
واحد فقیري