خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

کندهار کي د شهيد سو قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو، ديني عالمانو او نورو مخورو راپور

څېړونکی: ولي نوري

د کندهار ولایت ۱۶ ولسوالۍ لري چي موږ یې دوو ولسوالیو غورک او تخته پل ته نه یو رسیدلي که ددې ۱۴ ولسوالیو او د ښار مشران پر ۱۵ وویشو نو په هره ولسوالي کي تقریبا ۲۲ قومي مشران وژل سوي دي او که د هغه دوو ولسوالیو دا چي موږ نه یو ور ته رسیدلي هم ۲۲ ومنو نو ټول ټال ۳۶۵ مشران په دغه ولایت کي له منځه تللي دي.

د بولدک په ولسوالۍ کي پر ۱۰ قومي او جهادي مشرانو حملې سوي دي چي دوی پکښي ټپیان سوي دي خو له یوه څخه بیا تر پنځو پوري د کورنۍ غړي یا باډیګارډان یې مړه سوي دي. که نوري ولسوالي او ښار هم همداسي حساب کړو نو د ۱۶ ولسوالیو او ښار څخه به زموږ ۱۷۰ قومي مشران ټپیان سوي وي او که د پنځو او یوه له منځ څخه درې کسه له هر قومي مشر سره وژل سوي وي نو ۵۱۰ کسان کیږي.

ددې څیړني په اړه څو خبري:

      دا تحقیق زما لپاره خورا سخت او مصروفونکی کار وو، چي د ستړیا سره يي د سر سودا هم غوښتل خوبېله قربانۍ هم نه کیږي. ما پلان نه در لود چي په خپل نامه يي خپره کړم خو دا هم اجازه نه ورکوم چي بل څوک له هغه کار څخه ځانته کريډټ واخلي چي خطر او ستړيا يې ماتېره کړې وي. تقریبا درې اونۍ مخکي یوه کس زما همدا تحقیق په خپل نامه په لروبر ډاټ کام کي خپور کړئ وو، چي تر لیدلو وروسته ډیر خفه سوم او له سمدستي مي د لروبر مسول عبدالله احسان ته یو څه سخت ایمل ولیږﺉ چي دا خو زما تحقیق دئ نو تا ولي اجازه ورکړې ده چي بل څوک يي خپل په نامه خپور کړي؟ دده يي کور ودان خپل عذر يي راته ووایه او د منلو وړ وو نو ما هم فیصله وکړه چي دا یو څه نور نومونه چي له ما سره سته دا هم پدې راپور کي ور واچوم او له لوستونکو سره يي شریک کړم. البته دا به زما ددې تحقیق اخیري برخه وي چي نور يي د تعقیبولو حوصله نه لرم.

      ما دا حقیق په انګریزي هم ترجمه کړ او ځینو خارجي تحقیقاتي موسساتو ته مي ولیږئ چي په هغو کي یو د امریکا د ځانګړو ځواکونو د ستراتیژۍ جوړولو انسټیټوټ وو. له هغوی سره مي په دې اړه چي پښتانه ددې اور قرباني دي خورا اوږده بحثونه کړي دي چي بیا به يي بل وخت ستاسو دوستانو سره شریک کړم.

      ما د هلمند ولایت په اړه هم همداسي تحقیق کړی دئ، چي په راتلونکو څو ورځو کي به يي له تاسو دوستانو سره شریک کړم.

۱ ( هدف او انګېرنه )

      تاسو درانه لوستونکي به خبر یاست چي دا راپور تقریبا له ننه څخه لس میاشتي وړاندي زما په مستعار یا پټ نامه خپور سو. په هغه کي ما ددي تحقیق په اړه خپل هدف او انګیزه هم په ډاګه کړې وه، چي ډېري خبري پکښي پټي وې او زما وظیفې چي د جمهوري ریاست د تاریخ او تحلیل د امریت مسولیت مي تر غاړي وو د اداري اصولو له مخي دا اجازه نه راکول چي خپله مستقله څیړنه په خپل نامه خپره کړم نو له همدي کبله مي خپل نوم پټ وساته او یوازي زما نژدې ملګري له دې څخه خبر وه چي دا تحقیق ما کړي دئ. ددي حقیق په لومړنۍ بڼه کي ما د هغه کس نوم هم نه وو ښکاره کړئ، چي زه يي د جنایتونو له کبله دې تحقیق ته وهڅولم خو نن دا دئ دا وحشي او درینده صفته انسان تاسو درنو لوستونکو ته در پبژنم.

      زه اوس په دې اړه فکر کوم چي پر دې خونخوره انسان باندي د حیوان نوم په ایښولو سره د هغو سوله ناکو او اهالي حیوانانو په حق کي ظلم نه وي کړی، چي بشر ته يي همیشه فایده رسیږي. زموږ په فلکلور کي د شرمښ یا لیوه نوم خورا بد دئ، چي د انسانانو وینه ځمکي ته نه پرېږدي، خو د څېړنو څخه ښکاري چي دې وحشي حیوان په تیرو سلو کلونو کي یو انسان هم نه دئ وژلی.

      دې غربیانو افغانستان ته داسي ناسور راوړی، چي خدای خبر بیا به دا مظلوم او بېچاره ولس په اسانۍ ورڅخه خلاصیږي. دا د ناسور زخم زموږ پر غیور ولس باندي د بي غیرته او بي ضمیره خلکو حاکمول دي او پر هغوی باندي د مشرانو او واکمنانو په توګه رانازولول دي. زه خو په دې باور یم چي هیڅ یو ځواک به دا بې شرمه او بي حیا خلک زموږ پر با غیوره ولس باندي د توري په زور ونه منلای سي. زموږ په پاکه او با حیا ټولنه کي یوازي شاه زلمیو ته په درنه سترګه کتل کیږي نه هر خاین او غدار ته.

      دا سپین سترګی کس د کندهار پخوانی والي اسد الله خالد وو. زه دده د ولایت په دوران کي د ناټو له یوه هییت سره کندهار ته تللی وم او له ده سره مو غونډه لرله. ده په غونډه کي په ډیره بې شرمۍ سره د هییت غربي غړو ته په کندهار کي د حکومت د دوستو او دښمنو قبیلو په اړه معلومات ورکړل. زما لپاره خو تر اوسه دا معما لا همداسي نا حل پاته ده،چي دې نا اهله انسان چي د ناوکۍ غوندي ښایسته او د مستیو او ښه ځوانیو ډک کندهار يي داسي  د خپلو بچو په وینو ولمباوه چي په خپل تاریخ کي يي ډیر لږ ساری لیدل کیږي، ددې پر ځای چي خالد محکمې ته ولاړ سي او د کندهار د مظلوم ولس انتقام ځني واخیستل سي پر ځای يي وزیر سو، خو له بله اړخه چي دې غربي ناتار ته سړی ګوري نو بیا سوال نه ورته پاته کیږي چي ولي ددې پر ځای چي محکمي ته ولاړ سي له ولایت څخه يي وزارت ته ترفع کړه.

      زما د کرزي د حکومت د یوه وزیر چي ما په خپل ژوند کي داسي خورا لږ شجاع او میړني پښتانه لیدلي دي خبره هیڅکله نه هیریږي چي ویل يي په دې حکومت کي به یا بې ضمیره پښتون لوړي چوکۍ ته رسیږي او یا به جاسوس وي، نو له همدې اسیته زه نور له دې حکومت سره خدای په اماني کوم چي مزې او چړچي نور پکښي کوي او سبا ورځ به يي حساب په موږ پسي نویشته وي. ده په همهغه ورځ استعفا وکړه او ولاړي پر کور کښیناستي او تر نن پوري يي بیا د حکومت نوم نه دئ اخیستی.

   خالد ناټووالو ته وویل ،چي په کندهار کي طالبان نسته او دلته جنګ د همدې دوو ډلو قومونو تر منځ روان دئ، زه ډېر حیران سوم چي ټوله نړۍ د طالبانو نارې وهي او طالبانو خو پر دې هیواد ۶ کاله حکومت وکړ اوس یې دی و منلو ته لا تیار نه دﺉ. دوست او دښمن او هغه هم بیا په پښتنو کي؟ کوم اور چي په افغانستان کي بل دﺉ په ځانکړې په کندهار کي ټول وچ او لانده له یوه مخه سوځي او دا اور بل سوی د پښتنو لپاره دئ، چي هم يي پیلوزي دي او هم يې اور لړني.

      زه خو قسم خورم که ما تر اوسه په کندهار کي داسي څه لیدلي دي چي یو قوم دي د بل په مقابل کي جنګیږي، البته چي ټوله ددې اور قرباني دي. که چیري بیا هم داسي څه وي نو هغه هم دداسي مغرضو او نا اهله چارواکو جمع ((یهودي)) سارا چېس غوندي وحشي انسانانو له لاسه.

 درنو لوستونکو که د سارا چیس له جنایتونو خبر سی نو اسد به مو هیر سي. سارا چیس یوه فاحشه ده چي په کندهار کي د قومونو په منځ د درځ اچولو خورا ښه مهارت لري، چي دا هر څه يې له خپل کتاب (امرباالمعروف) څخه ښه څرګندیږي، البته دغه کتاب ما پښتو ته ترجمه کړی دئ. د سارا داستانونه خورا ډیر او د غمه ډک دي چي بیا به بل وخت سره پر وږغیږو، خو د هغه جهادې قوماندان اوښکي مي هیڅکله نه هیریږي چي دا يي د افغاني ښځي په بڼه کور ته ورغلي وه او هلته يي د هغه با عزته پښتني میرمني فلم اخیستي وو او بیا يي هغه فلم دغه قوماندان ته د ګواښ په توګه وړاندي کړی وو او ورته ویلي يي وه چي که زما په اشاره کار ونه کړې نو دغه فلم به په بازار کي خپور کړي.

 د فاحشي نوم مي ځکه ورکړ چي چا ته يي تر اوسه پدې معامله کي نه نه دي ویلي او زما ددې خبري تاید به په کندهار کي ډیر ژورنالستان او مشران وکړي چي که يی په نامه یاد کړم نو خالد پښتون به تر ټولو غوره وي. د اولسي جرګي لومړی مرستیال خالد پښتون د سارا له فاحیشه توب او جنایتونو څخه ډیر ښه خبر دئ.

      زه خو په کندهار کي د ډیرو قومي مشرانو په وژلو کي د همدوی دوو لوی لاس بولم. کله چي ما ددې تحقیق لومړی بڼه ولسمشر کرزي ته وړاندي کړه هغه را څخه وپوښتل چي په کندهار کي دا قومي مشران څوک وژني؟ سمدستي انجینر صاحب ابراهیم جواب ورکړ چي اوس په دي کار کي ایران خورا لوی لاس لري؟ ولسمشر د هغه خبري پرې کړې خو زما بیا له یا ده ووتل چي څنګه او په کومو شواهدو سره تاسو وایاست چي ایران د کندهار قومي مشران وژني؟ دا چي انجنیر ابراهیم د جمهور رییس په فتر کي او په ځانګړې امنیت شورا کي خورا لوی سړی دئ نو خبره يي باید بابيزه ونه ګڼل سي.

    د قومي مشرانو د مثبت او ښه رول یو ښه مثال حاجي ملا نقیب اخند (ملا ګل اخند) او عبدالحکم جان دي چي د ارغنداو ولسوالي  خورا مشهور قومي مشران  او جهادي قوماندانان وه. کله چي دوی ژوندي وه د دولت مخالفینو زیات کوښښ وکړ چي ارغنداو ته ننوځي خو په هیڅ ډول بریالي نه سول. د دوی تر مرګ وروسته سمدستي وسلوال مخالفین ارغنداو ته ننوتل او تر اوسه نه بیا د ناټو ځواکونو، افغان ملي اردو، پولیسو، ایتلافي ځواکونو و ایستلای سوای . ځکه چي د دوی تر مرګ وروسته قوم، سیمه او ولسوالي یتیم سول او هغه د پښتو متل په مصداق چي وايې سل دي ومره یو دي مه مره. د ارغنداو د شنې درې شنکي باغونه هره ورځ د ناټو توپونو، الوتکو د بمونو او د وسلوالو مخالفینو د راکټونو او ماینونو خوراک ګرځي.

    پر پښتنو دداسي نا اهلو خلکو د حاکمولو په نتیجه دا راوځي لکه د ارغنداو د تره کو کلاچه چي سړی فکر هم نه سي کولای چي یو وخت دي دا کلی د ښکلاوو او رنګیو ډک وو.

    په کندهار کي دا لاندي څو لويي قبیلې ژوند کوي لکه نورزی، پوپلزی، بارکزی، الکوزی، اڅکزی، علیزی او دا څو کوچنۍ قبیلي ژوند کوي لکه کاکړ، محمدزی، بابړ، ترین، ساکزی، خوګیاڼی، بابړ او داسي نور ددې تحقیق تر لوستلو وروسته تاسو قضاوت وکړﺉ، چي په دغو قومونو کي دوست او دښمن پاته کیږي او که ټوله ددې ستر او تباه کوونکي اور خوراک سوي دي.

څو غمناکي خاطرې:

   ددغو کسانو په اړه معلومات راغونډولو له ځان سره خورا سخت تراژیدي داستانونه لرل. د بیلګي په توګه به یې تاسو ته د ځینو یادونه وکړو:

   هغه کسان چي په دا نن کي به په ځانمرګي برید، کمیونونو، بم چاودني کي مړه سول  په دا سبا به یې د هغه صحني فلمونه په بازار کي په خورا اسانۍ سره پیدا کیدل له دې څخه سړی پوهیدای سي چي د افغانانو په وړاندي یو خورا اساسي دسیسه روانه ده خو دا بیچاره ولس لا تر اوسه په داسي خوب بیده دﺉ چي راویښول یې پیړیو ته اړتیا لري. له دې څخه ښکاري چي یو خورا مرموز لاس ددې ټولني په له منځوړلو اخته دﺉ داسي چي لومړی ټولنه بې مشره کړي او وروسته بې هویته. خدای مکړه که دا هر څه راڅخه واخلي په هغه صورت کي به موږ ټوله په داسي یوه مرض اخته کیږو چي علاج به نه لري او پای به یې داسي مرګ وي چي دا نړۍ یې ډېره لږه شاهده وي.

   ځیني کسان خو په داسي سخت مرګ مړه سوي دي چي په تاریخ کي یې خورا لږ ساري لیدل کیږي. د مثال په ډول: د کورنۍ د ټولو غړو ، کوچنیانو، ښځو، سپین ږیرو، سپین سرو او نورو ټولو سره یو ځای وژل. د ناخون ګیر په چاقو او د موچي په تار حلالول، په دار ځړول، پر نس پرې کول، د کورنیو د غړو په مخ کي یې زړه او سږي ور څخه راکښل د یوه کس په خاطر تر سلو زیاتو بې ګنا انسانانو ور سره وژل، مور ته یې ټلیفون ورکول او هغې ته ویل چي د زوی د مرګ ډزو ته دي غوږ ونیسه او په هغې دده د مرګ صحنه ټوله د ټلیفون د لاري اورېدل او داسي نور…

      عجبه ډرامه:

      زموږ ډیر خلک ملا محمدعمر ته د یوې سپيڅلي پرښتي په سترګه ګوري خو سړی نه پوهیږي چي دا دونه لوی قوم د هغه له جنایاتو او غلامۍ څخه څنګه خبر کړي. زموږ خلک اوس هم د هغه په اشاره او فرمان خپل سرونه قربانوي او له نورو څخه ژوند اخلي خو زموږ له دفتر څخه د ملا محمدعمر په نامه لیکونه (خطونه) تلل نو که ملا عمر دقیق ادرس ونه لري دا لیکونه چیري تلل او چا تر هغه ځایه رسول. یوه ورځ د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح ولسمشر کرزي ته د ملا عمر د اوسیدلو دقیق ادرس راوړﺉ وو.  ولسمشر کرزي ور څخه وپوښتل چي ایا ناټو او امریکا خبر دي چي ملا عمر همدلته دئ؟ صالح په هو جواب ورکړ. ولسمشر کرزي وویل چي  دوی څه نه سي په کولای او یا يي نه په کوي نو زه څه په وکړم.

      خو زما په نظر د هیواد د مشر په توګه صرف چي زه څه په وکړم له مسولیت څخه ځان نه سي خلاصولای. دا دونیا تیریږي او هر مشر د خپل ملک چوپان دئ او په اخیرت کي به د هر ظلم حساب له ده سره کیږي چي ډیر به سخت وي خدای دي مو له داسي لوی مسولیت څخه په داسي ورانونکي وخت کي وساتي.

د ولسوالیو او موضوعاتو فهرست

شمېره                                                                       مخ                                      شمېر

  1. د عدادو قومي جدول………………………………….  ۴.. …………………………….۰
  2. څو خبري………………………………………………… ۵…………………………….۰
  3. ملایان……………………………………………………. ۸    ………………………..۳۲
  4. بانفوذه حکومتي چارواکي او قومي مشران…….. ۹…………………………۲۴
  • کندهار ښار……………………………………….. ۱۰………………………..۲۹
  1. پنجوايي …………………………………………… ۱۱………………………..۳۸
  2. بولدک……………………………………………… ۱۳……………………….۳۹
  3. معروف…………………………………………….. ۱۵……………………….۳۲
  4. میوند……………………………………………… ۱۶………………………….۲۹
  5. ژړۍ………………………………………………… ۱۷………………………….۲۰
  6. ډنډ……………………………………………….. ۱۸………………………….۱۸
  7. ارغنداو……………………………………………. ۱۹………………………….۲۲
  8. خاکریز…………………………………………… ۲۰…………………………..۹
  9. شاه ولیکوټ…………………………………….. ۲۱…………………………..۸
  10. ارغسان…………………………………………… ۲۲…………………………..۸
  11. میانشین…………………………………………… ۲۳…………………………..۴
  12. دامان…………………………………………….. ۲۴……………………………۷
  13. ریګستان…………………………………………. ۲۵…………………………..۲

د کندهار په ولایت کي له ۲۰۰۲ م کال څخه بیا تر اوس پوري ترور سو دیني عالمان

نوم

  1. سید امام
  2. مولوی فیاض
  3. ملا جانان اخند
  4. ملا حبیب الله
  5. مولوی محمد نبی مصداق
  6. مولوی عبدالمنان جناب
  7. قاری سید احمد
  8. ملا عبدالمنان
  9. ملا احمد الله
  10. محمد ایاز
  11. ملا عبدالباری اخند
  12. مولوی فیض محمد
  13. ملا احمد شاه
  14. ملا عبدالله ملنګ
  15. مولوی اختر محمد
  16. مولوی سید مسعود شاه اغا
  17. ملا عبدالمالک
  18. ملا عبدالستار
  19. ملا عبدالمنیر
  20. مولوی عبدالقیوم
  21. مولوی محمد رسول
  22. محمد رفیق اغا
  23. قاری احمدالله
  24. ملا عبدالاحد
  25. ملا خدای الرحیم
  26. ملا باران
  27. ملا قدرت الله
  28. ملا محمد شاه
  29. خليفه عبدالله
  30. ملا سید محمد
  31. ملا جمال الدین
  32. ملا روح الله

 په کندهار کي ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي قوماندانان او حکومتي چارواکي

      نوم      وظیفه

  1. حاجي قلندر خان     قومي مشر او حکومتي چارواکي
  2. ډګروال عبدالرزاق     قومي مشر او د پولیسو افسر
  3. عزیز الله      څارنوال قومي مشر
  4. محمد یونس حیسني     د ولایتي شورا غړی
  5. حاجي عبدالحلیم     قومي مشر قوماندان امنیه
  6. عبدالحي رازمل      د روغتیا ریاست مرستیال
  7. طاهري       د عامي روغتیا ریاست
  8. زرغونه       ډاکټره
  9. ستاره اڅکزی      د ولایتی شورا غړې
  10. محمد انور خان      د پوهني رییس
  11. ملالۍ کاکړ      د پولیسو ماموره
  12. صفیه عمه جاند ښځو چارو رییسه
  13. د ولایتي شورا د غړي  زرغوني کاکړ خاوند
  14. محمد اکرم خاکریزوال      د کابل امنیه قوماندان
  15. حیات الله پوپل      د شاه ولیکوټ ولسوال
  16. دوست محمد ارغستانی      د کار او ټولینزو چارو رییس
  17. ملا نقیب الله اخندقومي مشر
  18. تورن جنرال معلم اکبر     قومي مشر
  19. حاجی ګرانی      قومي مشر
  20. حبیب الله جان      قومي مشر او وکیل
  21. عبدالحکیم جانقومي مشر او امنیه قوماندان
  22. حاجي خان      قومي مشر
  23. ملا خاکسار      قومي مشر او جهادي قوماندان
  24. علی احمد خان اکاقومي مشر

د کندهار ښار ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي قوماندانان او حکومتي چارواکي

نوم     قوم  ځای   وظيفه

  1. حاجي قلندر خان   علیزی   ښار قومي مشر او حکومتي چارواکي
  2. ډګروال عبدالرزاقمحمدزی  شار  قومي مشر او د پولیسو افسر
  3. عزیز الله   تاجک  ښار  څارنوال قومي مشر
  4. محمد یونس حیسنيتاجک   ښار   د ولایتي شورا غړی
  5. حاجي عبدالحلیمالکوزی  ښار  قومي مشر قوماندان امنیه
  6. عبدالحي رازمل    پوپلزی  ښار د روغتیا ریاست مرستیال
  7. طاهري     پوپلزی  ښار د عامي روغتیا ریاست
  8. شمس الحق کاکړ   کاکړ  ښار  د ای، اچ ، ډي، ایس کار کوونکي
  9. زرغونه       ښار  ډاکټره
  10. ستاره اڅکزی    اڅکزۍ   ښار  د ولایتی شورا غړې
  11. محمد انور خان      ښارد پوهني رییس
  12. ملالۍ کاکړکاکړ  ښار د پولیسو ماموره
  13. صفیه عمه جان     ښارښځو چارو رییسه
  14. د ولایتي شورا د غړي  زرغوني کاکړ خاوندښار
  15. حاجي ګرانیالکوزی  ښارجهادي او قومي مشر
  16. عبدالبصير      ښار مدافعه وکیل
  17. حیات الله اغا   سید   ښار د معارف ریاست مامور
  18. ملا عبدالحیبارکزی    ښار قومي مشر
  19. عبدلمجید بابی   بابی  ښار د اطلاعاتو رییس
  20. جګړن غلام سخي      ښار پولیس افسر
  21. نبي ګل       ښار د محبس د دفتر امر
  22. محمد حسین اولسی او زوی یې   ښار د کرهڼي ریاست د کوپراتیف مدیر
  23. هوسۍ      ښار د خیریه موسسې کار کوونکې
  24. فرید الله احمدزی   احمدزی  ښار   د کندهار پوهنتون د شریعیاتو د پوهنځۍ رییس
  25. جګړن محمد عیسی     ښار د کندهار د امنیه قوماندانۍ د دفتر امر
  26. حاجي عبدالرحيمښار  جهادي قوماندان او قومي مشر
  27. محمد شریف او زوی یې    ښار  قومي مشر
  28. نورالحق       ښار د نظامي څارنوالۍ څارنوال
  29. صالح محمد      ښار   د ښوونكو دروزني دعالي موسسي دساتونكو پوليسو  مشر

 

د پنجوایې ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

                    نوم                 کلي             قوم

  1. حاجي عبدلقیوم خان    سلاوات   نورزی
  2. حاجي نعمت الله    پنجوايي   علیزی
  3. عبدالسمیع    سلاوات   نورزی
  4. حاجي فضل محمد    مشان    ساکزی
  5. سخي داد     مشان    ساکزی
  6. عبدالرحیم خان    تلکان    ساکزی
  7. ملک دین محمد    تلکان    ساکزی
  8. ضابط عبدلغفار    ناخونی    نورزی
  9. حافظ خواجه محمد    مشان    ساکزی
  10. جناب مولی صاب    ناخونینورزی
  11. عبدالقدوس     خنجکک   بارکزی
  12. رحمت لله     سلاوات   نوزی
  13. حاجي عبیدالله    خنجکک   بارکزی
  14. مللا خدای داد    چلغور    الکوزی
  15. باران     مشان    اڅکزی
  16. کریم جان     سپیروان   نورزی
  17. ډاکټر صالح محمد   سپیروان  نورزی
  18. فتح خان     سپیراون   نورزی
  19. جانان    سپیروان  نورزی
  20. شمس الله     سپیروان  نورزی
  21. عبدلحبیب    پنجوایې  علیزی
  22. محمد امین خان    سپیروان  نورزی
  23. نقیب الله     زنګاوات  اڅکزی
  24. عبدالله     تلکان    ساکزی
  25. شاه محمد     ناخونۍ    نورزی
  26. تورجان     سپیروان   نورزی
  27. محمد عیوض     سپیروان  نورزی
  28. حیدر     سپیروان  نورزی
  29. محب الله     سپیروان  نورزی
  30. سید محمد     سپیروان   نورزی
  31. عبدالودود    سپیروان  نورزی
  32. عبدالروف    سپیروان   نورزی
  33. غلام دستګیر    سپیروان   نورزی
  34. حاجي احمد لله    پنجوایي   الکوزی ولسوال
  35. سردار محمد  سلاوات    نورزی
  36. شیر عبدالمجید      سید
  37. حمید اغا    نلغامسید
  38. ملا خاکسار     پنجوايي   نورزی

 د بولدک ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

  1. محمد معصوم     ماشینګزی   نورزی
  2. غلام دستګیر     ماشینګزینورزی
  3. شکر دین     ماشینګزی  نورزی
  4. عبدالجلیل     ماشینګزی   نورزی
  5. حبیب الله     شیرو اوبو   نورزی
  6. رحمت الله     شیرو اوبو   نورزی
  7. عبدالرشید     سرکار واله   اڅکزی
  8. محمد قاسم     ویش نوی کلي  اڅکزی
  9. ندا محمد خان     سرکار واله   اڅکزی
  10. باز محمد     سرکار واله   اڅکزی
  11. قادر خان     سرکار واله حاجي محمد کلی اڅکزی
  12. عبدالصمد     سرکار واله   اڅکزی
  13. حبیب الله خان     حاجي فضل کرم  اڅکزی
  14. امین الله      حاجي فضل کرم  نورزی
  15. حاجي باز محمد خان    حسین زی   نورزی
  16. حاجي فیض الله او باډیګارډ یې محمد ابراهیم ربات  نورزی
  17. حاجي طالب د زوی محمد داود سره په کور کي ووژل سولوی کاریز نورزی
  18. تور جان      کنجسو کاریز  اڅکزی
  19. راز محمد     کنجسو کاریز  اڅکزی
  20. سید خان      کنجسو کاریز  اڅکزی
  21. د ولسي شورا د غړی عبدالرزیق خان دوه ورونه حفیظ ظاهر او عبدالناصر او د اکازوی لالا خان محمد رفیق خان یې یو ځای ووژل سول      اڅکزی
  22. عبدالقادر     سرکار واله   اڅکزی
  23. جمعه ګل     سرکار واله  اڅکزی
  24. خواجه محمد خان     سرکار واله  اڅکزی
  25. حاجي عبدالحمد     ملا عبدالحکم   اڅکزی
  26. برات خان     ملا عبدالحکم   اڅکزی
  27. عبدالوهاب خان     بیان زی   اڅکزی
  28. ګلاب  بیان زی   اڅکزی
  29. حاجي فیض محمد     جاجي داد محمد  اڅکزی
  30. رحمت لله قوماندان    حاجي محمد خیر  اڅکزی
  31. عبدالجبار     بولدک   اڅکزی
  32. محمد رفیق اغا ملا تر دې وروسته ملایان بولدک  اڅکزی
  33. حفیظ عبدالبصیر     بولدک  اڅکزی
  34. مولوی تاج محمد     بولدک  اڅکزی
  35. حفیظ تور جان     حاجي محمد رفیق     اڅکزی
  36. مولوی احمد الله     حاجي محمد رفیقاڅکزی
  37. ذکریا خان سپین بولدک  اڅکزی
  38. حاجي امیر محمد اکا   بولدک نورزی     او  39   نفر بلوخان  د بولدک ولسوالۍ په قوم نورزی

د همدې (بولدک ) ولسوالۍ ټپیان سوې قومي مشران چي زیات یې د شورا غړي دي

  1. حاجي داد الله خان د شیرو اوبو په قومنورزی په ځانمرګي برید کي دی ټپي سو او دوه زامن یې مړه سول.
  2. حاجي عزیز الله پهلوان د ګلان په قوم نورزي دوه باډیګارډان یې شیر محمد او بور محمد ووژل سول او دی ټپي سو.
  3. حاجي ذکریا خان او حاجي غلام نبي خان د مرغه په قوم اڅکزی ځانمرګي برید پر وسو او عبدالله ، محمد میر، عبدالطیف او عبدالظاهر ور سره ووژل سول.
  4. ولي جان       سورکي لیزۍ   نورزی
  5. حاجي لعل جان د شهرا قوماندان په ځانمرګي برید کي مړ سو او څلور ۵ نفره دده د ورور عبدالله او وراره  فیض الله په شمول ور سره مړه سول.
  6. ملا اختر جان د شورا معاون     جمالزی   نورزی
  7. حاجي محمد عمر خان    لوی کاریز  نورزی
  8. حاجي نعمت الله سرحدي پولیسو قوماندان د سپین کي په قوم اڅکزی دده کور ته یې بمونه ور وغورځل چي دی زخمي سو او دده وراره عبدالله مړ سو او یو بل وراره یې جان محمد سخت زخمي سو.
  9. حاجي ولي شاه خان د شورا رییس د ریګ د سکان کان په قوم اڅکزی دی په کمین کي وختۍ زوی یې علي شاه او باډیګارډان یې ګل جانان او محمد یوسف ور سره مړه سول.
  10. حاجي فدا محمد خان د سرحدې لوا قوماندان ځانمرګي برید پر وسو او اسدالله، لعل محمد، خان محمد اڅکزي د سره کلي ور سره مړه سول.

د معروف ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم       کلي       قوم

  1. ملک دلبر خان  ګدای شیرغزۍ  علیزی
  2. عبدالغفار  محمدزی  محمدزی
  3. الله محمد  محمدزی  محمدزی
  4. عبدالمجید     دلخیرزی  علیزی
  5. حکمت الله  بلخیرزی  علیزی
  6. ګل محمد  اناخیل   بارکزی
  7. حمدالله  ادېزی  علیزی
  8. دارو خان    ادېزی  علیزی
  9. مطیع الله    چورمۍ   علیزی
  10. محمد الروفبېله   علیزی
  11. نیک محمد  چورمۍ   علیزی
  12. عبدالمنان    چورمۍ  علیزی
  13. ظریف خان  اوربشۍ   بارکزی
  14. ساقي جان     ادیزی   علیزی
  15. نقیب الله     سوروان   بارکزی
  16. عبدالصمد     ابتو   بارکزی
  17. تورجان      اناخیل   بارکزی
  18. نادر جان     توغړه   الکوزی
  19. نعمت الله     کڅ  علیزی
  20. عبدالله      توغړه   الکوزی
  21. سردار خان     پاڼ   علیزی
  22. حمیدالله      شاهین تنګۍ  کاکړ
  23. امیر محمد     زیارت  علیزی
  24. امان لله      اباتو  بارکزی
  25. ګل محمد     کوچنی ګینګر  اسحاقزی
  26. رسول جان     اسحاقزی  اسحاقزی
  27. شاه ولي     ابو کلا   بارکزی
  28. هوتک      تپی   هوتک
  29. میرا جان     چودۍ  علیزی
  30. شاه محمد     مستان کاریز  بارکزی
  31. یار محمد  چورمۍ   علیزی
  32. نور الله      توغړه   الکوزی

 د میوند د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

   نوم       کلي   قوم

  1. خیر محمد     دین محمد   نورزی
  2. غلام حیدر     شاهي کاریز  یوسفزی
  3. توریالي      شاهي کاریز  محمدزی
  4. اکبر جان     میراب خور   نورزی
  5. محمد ګل     مزرعه   ساکزی
  6. صنم ګل      چولاوک   ساکزی
  7. نعمت الله     کوړیزۍ کاریز  نورزی
  8. قاري راز محمد     سفوزیې   نورزی
  9. استي محمد     چل ګزی   نورزی
  10. ګل احمد      خوګیاڼياڅکزی
  11. حیات الله     خوګیاڼي  اڅکزی
  12. محمد یوسفچشمه   اڅکزی
  13. الله داد     مزرعه   اڅکزی
  14. ملا نافع      بندتیمور   ساکزی
  15. عزت الله     مزرعه   بارکزی
  16. رمضان اغا     لوي کاریز  سید
  17. ګل محمد     خواجه خالق   خوګیاڼی
  18. محمد     ګرماوک چینه   خوګیاڼی
  19. عبدالسلام     بازار   ترین
  20. عبدالقادر     سنګبر    خوګیاڼي
  21. بشیر احمد     خواجه خالق  خوګیاڼي
  22. علي احمد     خواجه خالق  خوګیاڼي
  23. احمد شاه     بازار    خوګیاڼي
  24. ګل محمد     حسن اباد کلي   ترین
  25. لالا      حسن اباد کلي   ترین
  26. سردار      حسن اباد کلي   ترین
  27. قدرت الله     محمدزی
  28. عبدالاحد        نورزی
  29. امان الله خان        محمدزی

د ژړۍ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم             قوم  کلی

  1. عبدالباری اغا   علیزی  سنځری
  2. عبدالرحیم   علیزی  سنځری
  3. کو اغا    علیزی  سنځری
  4. باز محمد    بارکزی  سنګسار
  5. حاجی اغا محمدپوپلزی   سولغی
  6. حاجی جمال اکا   پوپلزی   د سولغی
  7. حاجی باز محمد   پوپلزی   سولغی
  8. نواب خان   الکوزی   پاشمول
  9. حاجي محمد یعقوب  بلوڅ   بابغدی
  10. سردار محمد   بارکزی   سنګسار د ژړۍ امنیه قوماندان
  11. یعقوب    نورزی   سنګسار
  12. رفیع الله    نورزی   سنګسار
  13. حاجی خیرالدین خان  پوپلزی   کولک   د ژړی ولسوال
  14. ولی محمد او بشر احمد د خیر الدین زامن او لور اقرا یې له ده سره یو ځای په شهادت ورسول سول.
  15. ډاکټر خلیل او ورور یېالکوزي   پاشمول
  16. توریالی سردار   محمدزی  نهری کاریز
  17. اختر محمد   بارکزی  نهري کاریز
  18. مستري احمد    سنځری
  19. حاجي عبدالله جان      قومي مشر
  20. حاجی شاه وليقومي مشر

د ډنډ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم      کلي   قوم

  1. حاجي ګل     د کرز   پوپلزی
  2. احمد شاه خان     چپلاني    بارکزی
  3. حاجي باچا    مرت کلا   بارکزی
  4. حاجي علي احمد خان اکا او زوی یې  روربات   بارکزی
  5. د سردار ملنګ    ذاکر    پوپلزی
  6. ملا مجید اخند د تیموریان   بارکزی
  7. حیات الله    انګوریان  بارکزی د پولیسو مامور
  8. عبدالله جان     ده غلامان   بارکزی
  9. معلم رحمت الله     بالا کرز    پوپلزی
  10. سلطان محمد    ماشور   پوپلزی
  11. انجیر داود    شمشیر کاریز  بارکزی
  12. باچا      ماشور    پوپلزي
  13. وزیر      منصور غونډۍ  بارکزی
  14. حیات الله    کاریزک    محمدزی
  15. نعمت اللهمحمدزی   لوی کاریزک
  16. عزیز الله یارمل    رورباتبارکزی د ښاروالۍ مرستیال
  17. حاجي سراج        قومي مشر
  18. معلم رحمت الله     بالاکرز    قومي مشر

د ارغنداو د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم      کلي  قوم

  1. حاجی ملا ګل اخند    چارغولبه   الکوزی
  2. زبیح الله      چارغولبه   زوی
  3. عبدالحکیم جان     ناګهان   الکوزی
  4. محب الله      منارې  الکوزی
  5. عبدالمنان     ګل کلاچ   الکوزی
  6. ګلالی     ناګهان   الکوزی
  7. زمری     ناګهان   الکوزی
  8. اغا محمد     هدیره   الکوزی
  9. جانان      هدیره   الکوزی
  10. عطا جان     سوخ چالا الکوزی
  11. اختر جان     زړه مزرعه  الکوزی
  12. نظر محمد اغا    دیلاهور   سید
  13. اغا شاه      نهري کاریز بارکزی
  14. عاتق الله       چهارغولبه  پوپلزی
  15. حاجي عبدالجبار مرغاني او  زوی یې   مرغان  الکوزی د ارغنداو ولسوال
  16. شیر محمد     ناګهان   د بولدک او میوند د امینه قوماندان
  17. عبدالله        د پرمختیایې شورا غړی او قومي مشر
  18. ملا مشق     لویه مناره  قومي مشر
  19. حاجي معلم ادم خان        قومي مشر
  20. عبدالهادي         جهادي قوماندان او قومي مشر
  21. ندا محمد         جهادي قوماندان
  22. حاجي عبدلرحمن اکا توت سوخچالا توخی  قومي مشر

د خاکریز د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

   نوم        د پلار نوم    کلي   قوم

  1. حاجي وهاب خان  اروغ  پوپلزی
  2. اغا ولي         اروغ  پوپلزی
  3. باز محمد   خوشداد  علیزی
  4. قدرت الله    کرزالی   پوپلزی
  5. جانان    زیلا اباد  اسحاقزی
  6. حاجي میر        ټیک   پوپلزی
  7. څارنوال عبدالغني     محمدزی
  8. معلم محمد اکبر       الکوزی
  9. محمد اکرم خاکریزوال      الکوزی

د شاه ولیکوټ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

   نوم      کلي   قوم

  1. مولوی الولا صاحب (د شاه ولیکوټ قاضی) تپلغ      پوپلزی
  2. معلم صاحب شفیع (د ولسوالۍ اداري)  سوزنیان    بابړ
  3. حاجي هاشم خان اکا قومي مشر   دهله    پوپلزی
  4. ملا محمد عیسی اخند    چیناره    پوپلزی
  5. خامان      چینار    پوپلزی
  6. اختر محمد ( د شاه ولیکوټ امنیه قوماندان) پریان    پوپلزی
  7. روزی خان     زمتو    پوپلزی
  8. عبدالاحمد     کاریز   پوپلزی

 د ارغسان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم      کلي    پوپلزی

  1. عبدالقیوم خان    سپینه ګاره   پوپلزی
  2. خدای رحیم خان   د پوپلزو د لويي دې پوپلزی
  3. حاجي پایاو     غبرګه   پوپلزی
  4. ملا نصر الله     شنخته   بارکزی
  5. سلطان محمد خان     خوګاڼی   خوګاڼي
  6. حاجي پایاو       پوپلزی
  7. حاجي حیات الله       د ولسي شورا غړی
  8. عبدلمنان        امنیه قوماندان

د میانشین د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

      نوم      کلی    قوم

  1. عبدالغفار    دیراسکو  بارکزی
  2. نعمت الله    پردېس   پوپلزی
  3. احمد الله   پردیس   پوپلزی
  4. عبدالکریم   پردیس   پوپلزی

 د دامان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم      کلي   قوم

  1. حاجي عبدالمنان    خوشاب ترین
  2. عبدالعزیز منډحصار  مومند
  3. عبدالله    مدزی   پوپلزی
  4. د عبدالله پلار     مدزی   پوپلزی
  5. ملک جانان او زوی یې
  6. غلام رسول          امنیه قوماندان
  7. حاجي محمد    منډ حصار   قومي مشر

د ریګستان ولسوالی د ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم     کلی    قوم

  1. مجيدبلوڅبلوڅ د ریګستان ولسوال
  2. حاجي قدیر خان  ریګستان   قومي مشر

له بده مرغه زموږ ټاټوبی ( لراوبر افغان وطن ) او په خاص ډول پښتون قام په دې وروستيو کي تر بل هر وخت د ډېرو ناخوالو سره مخامخ دی ، په نوره نړۍ کي د وحشي حيواناتو او د هوا د مرغانو حساب نيول کېږي خو زموږ مظلوم ولس ته څوک د بهرنيو حيواناتو غوندي ارزښت هم نه ورکوي ، نه يې ژوندي په ژوندو کي حسابي او نه مړه په مَړو کي .

د لراوبر ډاټ کام اداره د ښاغلي غلام ولي نوري څخه ددې څېړني د چمتو کولو له امله د زړه له کومي مننه کوي او پر ولس ږغ کوي چي هروخت چي د دغسي دردوونکو پېښو شاهدان وي ، د پېښي څرنګوالی ثبت کړي او خپلواکو رسنيو ته ورسوي تر څو پېښه ، ځای او وخت يې، قربانيان او عاملين ثبت او د سند په توګه وساتل سي .