خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

نیویارک ټایمز! د قیصاري افتضاح: څرنګه مزار شریف د جنګ په میدان بدل سو

 

نیویارک ټایمز د ډسمبر پر ۱۶ لیکي اشرف غني د قیصاري د توقیف لپاره مزار شریف ته کومندو عسکر ور واستول، خو اکثره منتقدین باور لري چي د قیصاري د توقیف مسله یوه سیاسي ډرامه وه، او اوس سیاسي رسوايي ترې جوړه سوه.‌

نیویارک ټایمز لیکي تقربیا ۲۴ ساعته د مزار شریف ښار د جنګ ډګر وو. جنګي هلیکوپټري، ماشینداران، او ټاکنونه راوتلي ول. جالبه خبره دا ده چي پدې پېښه کي طالبان ښکېل نه ول!

نیویارک ټایمز لیکي د دې عملیاتو په پای کي معلومه سوه چي قیصاري فرار کړی دی. د قیصاري د نیولو هڅه، د غني د حکومت لپاره یو بله سیاسي افتضاح سوه. اخبار لیکي قیصاري تېر کال د حکومت امنیتي قواوو ونیو، او غني د هغه توقیف د جنګسالارانو پر ضد یوه ستر کامیابي اعلام کړه.‌

نیویارک ټایمز لیکي خو فقط څه موده راوروسته اشرف غني قیصاري بېرته آزاد کړ. قیصاري په شمال کي راښکاره سو، او سیاسي غونډي یې جوړولې. پدې وخت کي لویي څارنوالي یو دم سکوت اختیار کړ.

د غني لخوا د قیصاري په خوشي کولو کي دوې مفکورې موجودي دي. یوه وايي چي غني په انتخاباتو کي د ازوبکانو رایو ته ضرورت لاره. څرنګه چي دوستم ترې تللی وو، نو لهذا اشرف غني لکه معتاد قمارباز پر قیصاري باندي داوو وواهه. خو غني په خپل قمار کي بایلات وکړ، ځکه قیصاري د بل کاندید طرف ونیو.

نیویارک ټایمز لیکي لدې راوروسته قیصاري په مزار شریف کي دېره سو. په مزار شریف کي د قیصاري موجودیت د عطا نور لپاره ګران تمام سو. او په مزار شریف کي، د قیصاري او عطا نور تر مینځ رقابت شروع سو. ویل کېږي چي عطا نور غني دېته وهڅوی چي د قیصاري پر خلاف نظامي عملیات وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي په داسي حال کي چي په مزار شریف کي د قیصاري پر ضد نظامي عملیات جاري ول، په ارګ کي د امریکا سفیر، جان بس، د غني پر حکومت باندي په عام محضر کي د اداري فساد او رشوت په خاطر سخت ګوزارونه وکړل.

نیویارک ټایمز لیکي د ارګ په مجلس کي غني سمدستي په ژوندۍ بڼه پر خپل داخله وزیر باندي د جنرال زمري پیکان د نیولو امر وکړ. جنرال پیکان په ۲۰۱۷ کي په اته کاله بند محکوم سوی وو، خو آزاد ګرځېدی.

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني له حکم څخه فقط څو ساعته وروسته، جنرال پیکان په فیسبوک کي له پاریسه د یفیل د برج تر څنګ څو عکسونه خپاره کړل.

هغه لیکي ول،«سلام محترمو او ګرانو ملګرو! شپه مو په خیر!»