اغلې هیویل: هغو امریکايي چارواکو چي د افغانستان په اړه درواغ ویلي دي، باید حساب ور سره وسي
مشهوره امریکايي سیاسي مبصره او مترقي چپه لیکواله، اغلې کاترینا واډین هیویل، د ډسمبر پر ۱۷ په واشنګټن پوسټ کي لیکي څرنګه چي د امریکا جمهورریسانو، وزیرانو، جنرالانو، نظامي او ملکي عالي رتبه چارواکو د افغانستان د ۱۹ کلني ماتي په اړه موږ امریکایانو ته مدام درواغ ویلي دي، نو لهذا د هغوی سره باید حساب او کتاب وسي. بوش او اوباما دواړه د حق او رشتیا سره په جنګ کي ول. هغوی درواغجن او فریب کاره ول.
اغلې کاترینا لیکي امریکايي مدني فعالان مدام ژمنه کوي چي «د حاکمانو مخته به رشتیا وايي.» خو د افغانستان اسنادو وښوده چي د امریکا حاکمه طبقه په حقیقت خبره وه. اوس اساسي سوال دا دی: څوک به خلګو ته رشتیا ووايي؟
اغلې کاترینا لیکي هغو امریکايي مشرانو چي دا جنګونه چلول، هغوی نه یوازي درواغ ویل، بلکي هغه خلګ یې هم ریشخند او بې اعتبار کول چي رشتیا يې ویل.
کاترینا کاږي د امریکايي مشرانو درواغ او دوکه سخت عواقب لري. له ۲۰۰۱ راهیسي، په زرهاوو امریکايي عسکر وژل سويدي، او څه د پاسه یو لک ملکي افغانان د مرګ ګوله سويدي. همدارنګه، افغانستان د جهان د مخدره موادو په مرکز بدل سویدی.
بل پلو، د دې پر ځای چي په افغانستان کي زموږ پیسې دیموکراتیک نظام قایم کړي، برعکس زموږ منابعو د غلو یو حکومت ایجاد کړیدی. د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي،«یقینا، زموږ تر ټولو ستره پروژه ښايي د ستر او عام اداري فساد انکشاف وي — البته دا کار په غیر عمدي توګه سوی دی.»
کاترینا لیکي په افغانستان کي د جنګونو په اړه فریب د ټرمپ د کامیابۍ لپاره زمینه مساعده کړه. فراډ ټرمپ مدام ویل چي ابدي جنګونه به ختم وي. د ټرمپ استدلال قوي وو، او همدا وجه وه چي انتخابات يې وګتل.
لیکواله لیکي اوس څه باید وسي؟ اول، کانګرس باید د دې جنګونو په اړه عامي استعماعیه غونډي ترتیب کړي. کانګرس باید پر جنګونو باندي نظارت قوي او زیات کړي. تر ټولو مهمه دا ده چي کانګرس باید د خپلي ناکامۍ او غفلت په اړه تحقیقات وکړي. د ټرمپ په شمول د جمهوري ریاست د نورو کاندیدانو څخه باید دا سوال وسي چي هغوی به د دې ناکامه جنګونو په اړه څه وکړي.
امریکايي میدیا هم باید په خپل ګریوان کي وګوري. ځکه هغوی مدام د سترو فریب کارانو، لکه جنرال پټریس او جنرال مک کریسټل، سره مصاحبې کولې، خو پر هغو امریکايي مبصرینو يې سترګي پټولې چي د دې ابدي جنګونو مخالف ول.
اوس چي په امریکا کي انتخابات راروان دي، انتخاباتي کمپېن به هر څه تر خپلي شعاع لاندي راوړي. همدا اوس، جنرال پټریس لګیا دی خپلو ښکرورو درواغو ته پرتوګ ګنډي. موږ باید دېته اجازه ور نه کړو. ځکه که چیري حساب او کتاب نه وي، د درواغو ویلو کلتور به لا پراخ او غښتلی سي، او موږ ګرده به زیانمن کړي.
واحد فقیري