خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان د اسنادو خپرېدل د حامد کرزي هغه پخوانۍ څرګندوني تایید کړې

د واشنګټن پوسټ مشهوره خبریاله، اغلې پامیلا کانسټبل،‌ لیکي د افغانستان د اسنادو خپرېدل د حامد کرزي هغه پخوانۍ څرګندوني تایید کړې چي وايي امریکا په افغانستان کي اداري فساد خوروي.

حامد کرزی وايي چي امریکايي ادارې په فساد کي غرقي وې، او امریکايي نظامیانو پر ملکي تلفاتو باندي سترګي پټولې.

حامد کرزي امریکايي چارواکو ته ویل،«که چیري تاسي د تروریزم پر خلاف مبارزه کوي، زه به مو مخ و نه نیسم. خو لطفا افغانان پر کراره پرېږدئ.»‌ حامد کرزی وايي ما د ملکي تلفاتو د ختمولو لپاره زیات کوښښ وکړ.

حامد کرزی وايي چي د واشنګټن پوسټ خپاره سوي اسناد اکثره درست او حقیقت لري.

اغلې پامیلا لیکي د واشنګټن پوسټ افشاګري د امریکا د زیاتو پيسو په اړه د حامد کرزي اندېښنې تایید وي. ځکه ځیني امریکايي چارواکي د حامد کرزي په شان د امریکا د بې حسابه مرستو څخه سر ټکوي. دا رپوټ وايي،«د دې پر ځای چي ثبات او سوله راولي، متحده ایالاتو – البته په غیر عمدي توګه — یو داسي فاسد، بې کفایته، او غیر منظم افغان حکومت جوړ کړ چي د خپل نجات او بقا لپاره د امریکا پر نظامي طاقت باندي تړاو لري.»

حامد کرزی وايي،«امریکایانو داسي مکتوبونه، کلینکونه او سړکان جوړول چي باد چپه کول او وړل.»

حامد کرزی وايي امریکايي چارواکو زما پر ضد په میډیا کي «جنګ» روان کړی وو، ځکه ما امنیتي تړون نه امضا کاوه. هغه علاوه کوي،«زه دې نتیجې ته ورسېدم چي زما څخه د یوې الې په توګه کار اخیستل کېږي.»

واحد فقیري