خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو په اړه د سناتور راند پال ټویټ

د امریکا مقتدر سناتور، رانډ پال، په خپل ټویټر کي لیکي: ځیني خلګ وايي که چیري موږ افغانستان ترک کړو، هلته به ګډوډي او بلوا جوړه سي. خو اوس هلته حتی زموږ د موجودیت سره سره، ګډوډي او بلوا جوړه ده. افغانان باید د خپلي آزادۍ لپاره خپله لاس په کار سي، او د خپلي آزادۍ لپاره وجنګېږي. موږ نه باید هلته د ابد لپاره پاته سو، او نه هم دا کار کولای سو! د دې وخت رارسېدلی دی چي کامیابي اعلام کړو، او خپلو کورونو ته راستانه سو.