ناکامورا او د یونان پرومیهتس
لیک: ماسک مین
ژباړه: امان پرهر
د پرومیهتس یوه تراژیدي ډرامه د ایس کائلس شاهکار وه ، د یونان بزګر شاعر هیسیډ) ۷۵۰ ق – م) د یو باغي کیسه نظم کړې وه دغه باغي پرومیهتس وو چي د یونان د لوی دیوتا زیوس د حکم یې سرغړونې کړې وه او سزا وار وګرځیدو…
د ده جرم دا وو چي عادي خلګ یې د غلم او فنونو سره اشنا کړو او د اور د بلولو طریقه او استعمال یې ور زده کړو، چي د زیوس د حکم نافرماني یې کړې وه او سزا وار سو د ده ګناه دا وه چي ده عادي خلګ د علم او فنونو سره اشنا کړو او د اور د بلولو طریقه او استعمال یې وروښود چي د زیوس تر ټولو پټ راز وو پرومهتیوس پر دې کار سزاوار سو چي ده د زیوس پټ راز (اور) چي یوازي و زیوس ته معلوم وو ولي و خلګو ته څرګند کړو…
تر دې وړاندي و خلګو ته د اور بلولو طریقه نه وه معلومه او زیوس به د خپلي خدایي ساتلو لپاره خلګو ته اور ښکاره کړو او خلګ به د اور په لیدو حیران سول او د زیوس په عبادت به نور هم مشغوله سول او پرومهتوس خلګ د اور د علم سره اشنا کړو د نړۍ لومړی باغي او د خواریکښو لومړی پیر وګرځیدو او پرومیهتس ته د دې جرم په بدل کي دا سزا ورکول سوه چي پر غره یې په ځنځیرونو وتړی او ورته وویل سو چي نور به ټول ژوند دا سزا زغمې یا د زیوس خدایي ومنه او د انسانانو د اعانت څخه لاس واخله …
په اور کي داسي څه وو چي زیوس د انسانانو څخه پټ ساتلو او د دغه راز په فاش کیدو یې پرومیهتس ته دومره سخته سزا ورکړه …
د انسان په هر ایجاد کي د اور ډېر لوی کردار سته او اور یو فعاله عامل Active agent کردار ادا کوي ، تر شلیمي پیړۍ پوري داسي ډېري قبیلې وې چي د اور سره نابلده وې ، د دوی اور چي به کله مړ سو دوی به په میلو مزل کولو د لګیدلي کویلې د راوړلو لپاره.
په پخواني روما کي د کور د نغري د دیوي نوم وستا وو د دوی په عبادت ځایونو کي به همېش اور بل وو او د اور خیال به پېغلو انجونو ساتی او دغه انجونو ته یې « دیو داسیاني» ویلې ا که چیري خدای مکړه دغه اور به مړ سو نو د دیوداسیانو مشره به وژل کیده .
د اور د نه مړه کیدو یو پخوانی روایت اوس هم ژوندی دی په پیرس کي د « محراب نصرت» او په ماسکو کي د « ګمنام سپاهي» پر قبرو هر وخت اور بل وي، د زیوس حکم وو چي د اور راز به همېش پټ ساتی خو پرومیهتوس د زیوس دحکم خلاف ورزي وکړه او سزا وار سو .
په افغانستان کي ناکامورا د اوسني وخت پرومیهتوس وو چي یې په افغانستان کي د ترقۍ لپاره کار کولو او دردیدلي پښتانه یې د کښت او کروندې سره بلد کړو چي د اوسني وخت د زیوس د حکم نافرماني وه او د دې ګستاخۍ په بدل کې ناکامورا په وینو ولمبولو او د خپل حکم د نافرمانۍ سزا یې ورکړه .