ګراهام: د امریکا د عسکرو تر راکمولو راوروسته باید سمیه ایز هیوادونه د افغانستان سره کومک وکړي

د امریکا افراطي راست او جنګره جمهوريپال سناتور، ګراهام، په واشنګټن کي خبریالانو ته وویل کله چي امریکا په افغانستان کي خپل عسکر راکم کړي، افغانستان باید له امریکا څخه د زیاتو پیسو تمه و نه لري.
جنګ طلبه ګراهام وویل د امریکايي عسکرو تر راکمولو راوروسته د افغانستان ګاونډیان او سیمه ایز هیوادونه باید هلته مهم نقش ولوبوي. هغه علاوه کړه،«موږ باید خپل منابع د تروریزم ضد عملیاتو باندي ولګوو. همدا باید زموږ اصلي ماموریت وي.»
هغه وویل د افغانستان د راتلونکي په اړه مثبت نظر لري.