خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

یو پښتون یم! شاعر: عصمت الله زهير

شاعر: عصمت الله زهير

(کراچي کي یو پښتون موټر وان په کال ۱۹۸۴ء بشریْ زیدي په نوم یوه اردو ژبې پېغله په موټر ووهله تر هغه وروسته اردو ژبو یا ایم.کیو.ایم غړو د پښتنو قتل عام شروع کړو)

زه بې کوره، زه بې ګوره کړیدلی یو پښتون یم
بې وطنه، بې کفنه ځوریدلی یو پښتون یم

تش په خوله چیغي ویونکي د میرمنو سره ناست وي
د وطن په ننګ و دارته زه ختلی یو پښتون یم

چي پر خاوره مي افت وي ما بچي پر قربان کړي
له وطنه یې دا ولي زه شړلی یو پښتون یم

ځنځیرونه مي شلولي ورور له بنده مي ایستلای
په ځنځیر ملګرو ولي زه تړلی یو پښتون یم

غوڅي سوي چاودي شونډي و خندا ته نه جوړیږي
د جونګړو خړ کورونو ژړیدلی یو پښتون یم

۱۹۸۴ء