خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

زه هر اړخیز ” دانشور ” یم !

ليک: رحيم خان

زه یو داسي دانشور یم چي بل مثال یې په ژوندیو او تر یو حده په مړو کښي هم نسته. څلور (۴) کيفيتونه څلرویشت (۲۴) ساعته په ما کښي لاندي باندي ساه اخلي یعني سهار وخت زه له شاعري سره رومانس کوم، غرمه د نظریاتي ادب په بستر کښي لوڅ پروت یم، ماښام له تنقیدي ادب سره تنقيصي لواطت کوم او د شپې ناوخته د فلسفې په ګرمه غېږ کښي تر سهاره بې خاره خوبونه کوم.

زما د ژوند تر ټولو لوی نصيحت دا دی چي ” تر کتاب بل ښه ملګری نسته ” او کله چي څوک پوښتنه را څخه وکړي چي ” کوم کتاب؟ ” نو زما جواب دا وي ” هر هغه کتاب چې ورقي لري ! ”.

زما ټالسټای هم خوښ دی او نیچه هم که څه هم دواړه د ځمکي او اسمان رنګه فکري فاصله تر منځ لري خو زما د فکر مرغه دواړه خواه بې خاره سفر کوای سي. زه د قیامت په ورځ د روسو د حرمت ګواهي هم ورکوم او بیا چي روسو ګوښه سي نو زما وجود تر برنارډ لیوي هم قربان دی. د اشتراکي ادب ولې (رګونه) اوس زما په باطن کښي په لویو درختو بدل سوي دي که څه هم د مارکس پر اروا سپور یو ظاهر مزدور هر سهار د خپلي پخوانی مزدوري د ادا کولو تقاضا هره ورځ کوي.

که یو څوک د انسانانو، حیوانانو، ستورو او هغه بلي ” دنیا ” په باره کښي د کوم کتاب فوټو دلته پر فیسبوک پوسټ کړي نو زما د نابغه کمینټ دا رنګه وي چي ” وروره، دا کتاب به په پېښور یا داسي بل ځای کښي له کومه تر لاس کړم؟ ! ”.

هو توبه !، زه یو تاريخ پوهه هم یم. د یونان له اباسین دریابه نیولې بیا د انګلیستان تر امو پوري د هر ماهي (کب) په جنسي، جنیاتي، فکري، ارتقایي او ټولینز تاريخ او مسایلو خبر ” انسان ” یم. چارلس ډارون ما ته په خوب کښي په خپل خواږه غږ د ارتقا په سپینو غوړویو لړلی خپل تور کتاب په وار وار ویلی دی او هم له دې کتابه ما د انګلیستان د صنعتي اوښتون په باره کښي زده کړه کړې ده.

زه هراړخیز ” دانشور ” یم وروه !

___________________________

دوبی هوایی ډګر – د بې منزله منزل په لور !
دسمبر – ۲۰۱۹