خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واشنګټن پوسټ ته د طالبانو بلنه

طالب مشرانو د امریکا معتبر اخبار واشنګټن پوسټ ته بلنه ورکړې وه چي د ننګرهار په ولایت کي هغو سیمو ته ورسره ولاړ سي چي طالبانو تازه له داعشه پاکي کړيدي. پدې سفر کي څو غربي خبریالان شامل ول، او هغوی لدې سفره څو رپوټونه برابر کړيدي.

د دې رپوټونو عمده ټکی دا دی چي طالبان د داعش پر خلاف په جنګونو کي کامیابه دي، او امریکایان او د کابل رژیم چندان کامیابه نه دي. پدې رپوټ کي څو ویډیوګاني هم شاملي دي چي محترم لوستونکي یې د واشنګټن پوسټ په رپوټ کي کتلای سي.

واشنګټن پوسټ د ډسمبر پر ۱۹ لیکي دا دعوت واقعا حیرانونکې وو،‌ خو طالبان غواړي چي ځانته جهاني مشروعیت حاصل کاندي. اخبار لیکي پدې سیمي کي د طالبانو مقتدر قومندان مولوي محمد علي جان احمد حاکم دی. مولوی احمد وايي،«هغوی زموږ ملک اشغال کړیدی. پر هغوی باندي به زموږ حملې لا زیاتي سي.»

د واشنګټن پوسټ ژورنالیسته وايي طالبانو موږ په زړو ټویوټا ټرکانو کي بوتلو. د هغوی پر ټرکانو باندي د طالبانو بېرغونه رپېدل، او دننه په موټرانو کي د قران مجید تلاوت جاري وو.‌

اخبار لیکي پدې سیمه کي هر ځای د جنګ نښي نښاني لیدل کېږي. په هر کلي کي کلیوال وايي چي په جنګ کي يې دوستان مړه سويدي.‌

واشنګټن پوسټ لیکي که څه هم امریکایانو دلته زیاتي بمبارۍ کړيدي، خو طالبانو دلته داعش مات کړ. امریکايي نظامي چارواکي اعتراف کوي چي د داعش په ماتولو کي د طالبانو نقش عمده او د پام وړ دی.‌ یو امریکايي نظامي چارواکی وايي د داعش پر ضد د طالبانو عملیات «واقعا کامیابه ول.» همدا امریکايي وايي طالبان موږ او افغان حکومت غوندي نه دي چي له عملیاتو وروسته بېرته خپلو اډو او ښارونو ته ور ستانه سي،‌ بلکي هغوی هلته پاته کېږي او ورته ناست وي.

واشنګټن پوسټ لیکي طالبانو غربي ژورنالسټانو ته ځکه دعوت ورکړ چي جهانیانو ته خپله کامیابي وښيي، او په نړۍ کي خپل ایمج اصلاح کړي. ځکه د طالبانو په اړه جهانیان ډېر منفي فکر لري.

اخبار لیکي چي زیاتره طالب جنګیالي وايي چي د سولي سره به خپلو کورونو او کلیو ته ستانه سي،‌ او خپل عادي ژوند به بېرته شروع کړي.
واحد فقیري