د انتخاباتو کمیسیون اشرف غني کامیاب اعلام کړ
قریب له دریو میاشتو انتظاره څخه راوروسته، د انتخاباتو د کمیسیون مقدماتي نتایج ښيي چي اشرف غني د رایو ۵۰،۶۴ ٪ او ډاکټر عبدالله ۳۹،۵ ٪ ګټلي دي.
البته، دا نتایج نهايي ندي، او همدااوس ډاکټر عبدالله وايي چي تر هغه وخته پوري به نتایج و نه مني تر څو د ټولو رایو له جملې څخه د ۱۵ ٪ فیصدو جنجالي رایو په اړه موجوده اندېښنې فیصله نه سي.
د کمیسیون دا اعلان، افغانستان د یوه بل ستر سیاسي بحران پر ګړنګ باندي ودروی. ځکه ډاکټر عبدالله د دریو لکو رایو په اړه ایرادونه لري، پدې دریو لکو رایو کي یو لک رايي د رایو ورکولو له وخت څخه یا مخکي او یا هم وروسته اچول سويدي.
د امریکا سفیر جان بس وايي افغانان باید پوه وي چي دا «مقدماتي نتایج» دي، او د نهايي نتایجو تر تصدیقېدو پروي ډیر قدمونه لا پاتي دي.
د ملګروملتونو استازی، یاماموتو، وايي د معترضو کاندیدانو له شکایاتو باید قانوني چلن وسي، څو دا انتخابات په «بااعتباره توګه» ختم سم.
واحد فقیري