خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

طالب بندیان او پلچرخي

په افغانستان کي په زرهاوو طالب بندیان د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د سولي موافقه د خپلي آزادۍ ټکیټ ګني. طالبانو امریکایانو ته د پنځو زرو طالب بندیانو لست ورکړی دی، او د هغوی د ازاېدو مسله په موافقې کي درج سوې ده.

اسوشیټډ پریس د پلچرخي په بدنامه محبس کي د طالب بندیانو سره مرکې کړيدي. اسوشییټډ پریس وايي چي ځیني طالب بندیان د پخواني حاکمیت خوبونه ویني، خو زیاتره يې باور لري چي وضع د پخوا په شان نده، او هغوی هم د ښځو د تعلیم او کار کولو سره مخالفت نه لري.

د پلچرخي یو قیدي، مولوي نیاز محمد، وايي،«موږ د ښځو تعلیم غواړو. موږ غواړو چي هغوی په هره اداره کي کار وکړي. خو دا باید د اسلام سره سم وسي.» هغه وايی چي ځوان افغانان باید له طالبانو څځه ډار و نه لري، ځکه «هغوی به دا وطن ابادوي.»

اسوشیټډ پریس وايي طالبان د بندیانو په اړه دقیق معلومات لري، هغوی په محبسونو کي د ارتباطاتو قوي شبکې لري. د طالبانو مسولیت د مولوی نورالدین ترابي پر غاړه دی. هغه د طالبانو وزیر وو.

اسوشیټد پریس لیکي په پلچرخي کي تقریبا درې زره طالب بندیان موجود دي.

واحد فقیري