خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا او طالبانو تر مینځ موقتي اوربند یا د تشدد راکمول

د طالبانو د رهبرۍ شورا د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چي په ګرده افغانستان کي به موقتي اوربند وکړي. دا به د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د امضا کولو لپاره لاره اواره کړي.

واشنګټن د سولي د موافقې تر امضا کولو مخکي پر اوربند باندي اصرار کوي. سپینه ماڼۍ وايي چي پدې برخه کي تبصره نه کوي.

د قطر د دفتر څلورو مرکه چیانو د خپلو مشرانو سره څلور ورځي پدې برخه کي سلامشورې کړيدي.

هغو طالبانو چي پدې برخه کي يې معلومات شریک کړيدي، هغوی نه غواړي چي نومونه يې ذکر سي.

طالبانو د دوشبنې په ورځ دا خبر «غلط او بې بنیاده» وباله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي امریکایانو د تشدد د راکمولو غوښتنه کړې ده، او د طالبانو مشران د هغوی پر دې مطالبې باندي غور کوي. (اسوشیټډ پریس. امریکا ږغ انګلیش)
واحد فقیري