خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د سلیماني د وژلو په اړه د مهمو امریکايي اخبارونه نظرونه

نیویارک ټایمز لیکي کانګرس باید د ایران سره د جمهورریس ټرمپ د جنګ کولو مخنیوی وکړي. او یوازي مقتدر جمهوريپال سناتوران د دې قدرت لري چي ټرمپ رامهار کړي.

نیویارک ټایمز لیکي د ټرمپ وروستي ټویټونه خطرناکه دي، او په ایران کي د «۵۲ اهدافو» د ویشتلو خبري کوي. نیویارک ټایمز لیکي د سلیماني وژل نه د جنګ تبه سړه کړه، او نه يې هم د څه مخه ونیوله.

نیویارک ټایمز په آخر کي لیکي د امریکا او ایران تر مینځ موجوده بحران لا اوس داسي ځای ته ندی رسېدلی چي راځېدل يې ناممکن سي. په کانګرس کي د عقل خاوندان د جنګ سټاپولای سي.

واشنګټن پوسټ لیکي،«هو، سلیماني د امریکا دوښمن وو، خو دا د ټرمپ فیصله نه تاییدوي.» واشنګټن پوسټ لیکي الان سمدستي د امریکا د برید د عواقبو اټکل ګران دی، خو د دې خطر امکان بېخي ډېر دی چي امریکا د مینځني ختیځ په جنګونو کي لا راګیره سي.‌

واشنګټن پوسټ لیکي ټرمپ ژمنه کړې وه چي امریکا به د مینځني ختیځ له بې انجامه او بې پایانه جنګونو څخه راباسي، خو داسي ښکاري ټرمپ یو بل نوي جنګ ته وردانګي.

واشنګټن پوسټ لیکي ایران ښايي د سمدستي انتقامي حملو څخه ډډه وکړي، خو ښايي په آینده هفتو او میاشتو کي امریکايي اهداف په نښه کړي. ټرمپ باید امریکایانو ته دا تشریح کړي چي د سلیماني وژل د امریکا د ستراتیژیکي ګټو لپاره څه ګټه لري.‌

وال سټریټ ژورنال لیکي بالاخره سلیماني د عدالت منګلو ته وسپارل سو. ټرمپ یو داسي تروریسټ وواژه چي په سلهاوو امریکایان يې قتل کړي ول.

وال سټریټ ژورنال لیکي څو لسیزي کېږي چي جنرال سلیماني په مینځني ختیځ کي دهشت او مرګ خوروی. د ټرمپ لخوا د هغه د وژلو فیصله د هغې سیمي د ثبات لپاره یو مهم ګام وو.

اخبار لیکي د بغداد د هوايي ډګر سره د سلیماني وژل دا ثباتوي چي هغه بې احتیاطه سوی وو، او هلته يې په معافیت او مصونیت چکرونه وهل.

واحد فقیري