خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

څو مهم خبرونه

۱ – د کندوز اوسېدونکو د وسله والو غلاوو پر ضد اعتراضونو ته مخه کړېده. د کندوز اوسېدونکي وايي پولیس د غلاوو د راکمولو په اړه توجه نه کوي. هغوی وايي که چیري د هغوی شکایت ته پام و نه سي، هغوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي. په کابل کي هم غلاوي زیاتي سويدي.

۲ – د تاجکستان خارجه وزیر د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرسیتالي، اغلي الیس ویلس، سره وکتل. په ننني مجلس کي د افغانستان پر امنیتي چارو او د سولي پر پروسې باندي خبري وسوې. د افغانستان او تاجکستان د سرحدونو پر ټینګولو، د مخدره موادو سره پر مبارزې، او د افراطیت د مخنیوي په اړه هم بحثونه وسول.

۳ – د هسپانیې حکومت درې افغانان د دریو امریکايي ښځو سره د جنسي بد رفتارۍ په الزام توقیف کړيدي. دا حادثه د نوي کال په شپه سوېده. دا درې واړه امریکايي خویندي وايي چي پر هغوی باندي نه یوازي جنسي تېری سویدی، بلکي ډبلول سوي هم دي.

۴ – د امریکا د جمهوري ریاست دیموکراته کاندیده، اغلې تولسي ګابارډ، وايي که چیري د امریکا او ایران تر مینځ جنګ پیل سي،‌ د افغانستان او عراق جنګونه به د مېلې او هوا خوري غوندي وي. اغلې تولسي وايي د ایران سره به جنګ خورا ګران تمام سي. ډېر امریکايي عسکر به مړه سي، او زیاتي پیسې به مصرف سي. اغلې تولسي له افغانستان، عراق،‌او سوریې څخه د امریکايي عسکرو راوتل غواړي.

واحد فقیري