خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ایران او امریکا کړکیچ

 

جمهورریس ټرمپ په خپل ټویټ کي لیکي: ایران په عراق کي زموږ پر نظامي اډو باندي څو توغندۍ رافیر کړې. موږ خسارات معاینه کوو. هر څه سم او ښه ښکاري. زه به سبا یوه لنډه وینا وکړم.

بلخوا، خامنه ای هم څو پر له پسې ټویټونه کړيدي، او د سلیماني په جنازه کي يې د ایرانیانو پراخ ګډون ته اشاره کړې ده. خامنه ای دغه راز وايي چي په سیمه کي د امریکا شرارت باید ختم سي.

دواړي خواوي له مخامخ جنګه بېرېږي. ځکه که چیري جنګ ښخ سي، خامنه ای به ضرور خپل قدرت او چپنه په کښې بایلوي، او امریکا به هم زیات تلفات او خسارات وویني.

خو د څه وخت لپاره به زرګري جنګ روان وي.

بلخوا، اشرف غني، حامد کرزي، ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر، محقق، خلیلي، او نورو افغان سیاستوالو ایران ته عجز او تعظیم کړی دی. ګرده د ایران د نغدو پیسو مدیون دي. ټوله له تهرانه رشوت اخلي. او د افغان ملت عزت او برم پایماله کوي.

بل پلو، طالبان به هڅه وکړي چي لدې جنجاله ځان لیري وساتي، او د امریکا سره د سولي موافقه تر لاسه کړي. امریکا مجبوره ده، او باید تر خوږ ګوتي ونیول سي.

ټرمپ به هڅه وکړي چي د افغانستان جبهه وتړي، او دېته اجازه ور نه کړي چي ایران په افغانستان کي مشکلات ور ته خلق کړي.

واحد فقیري