خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د عراقیانو مظاهرې، او د بغداد او واشنګټن ناندرې

پداسي حال چي د عراق حکومت د امریکايي عسکرو د شړلو خبري کوي، خو د ټرمپ اداره د امریکايي عسکرو د راایستلو څخه انکار کوي.

څو ورځي کېږي چي په عراق کي د امریکايی عسکرو د حضور مسله د واشنګټن او عراق تر مینځ جنجالي سوېده. امریکا همدااوس هلته پنځه زره عسکر لري.

په عین زمان کي، د بغداد په تحریر چوک کي په سلهاوو مظاهرچیان راغونډ سويدي، او له عراقه د ایران او امریکا د اخراجولو شعارونه ورکوي.

د ایران او امریکا پر ضد د عراقیانو مظاهرې د اکټوبر په میاشت کي پیل سوې، او تر اوسه پوري څه د پاسه پنځه سوه عراقیان په کښې وژل سويدي.

پدې اعتراضونو کي عراقي محصلین او ځوانان مخکښ نقش لري.
واحد فقیري