امریکايي قرار دادیانو طالبانو ته باج ورکاوه

د هغو سلو امریکايي عسکرو کورنیو، چي عزیزان يې په افغانستان کي مړه یا ټپیان سويدي، پر څو سترو امریکايي کمپینو باندي عریضه کړېده ده چي په افغانستان کي يې د خپلو کاروانونو د امنیت لپاره طالبانو ته جېجه ورکوله.
د سترو امریکايي شرکتونو پر خلاف دا دوسیه د واشنګټن په ښار کي درجه سوې. پدې عریضه کي راغلي دي چي د امریکا سترو کمپینو د خپل ځان او مالونو د ژغورلو په مقصد طالب جنګیالیو ته د هغوی پر کاروانونو باندي د نه حملې د کولو په بدل کي په منظمه توګه باج ورکاوه.
پدې دوسیه کي هغه سل امریکايي کورنۍ شاملي دي چي عزیزان يې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۷ تر مینځ په افغانستان وژلي سوي او یا ټپي سويدي.
واحد فقیري