خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا د ملي امنیت مشاور: ښايي ټرمپ سږ کال د طالبانو سره یوه موافقه وکړي

د جمهورریس ټرمپ د ملي امنیت مشاور، رابرټ ووبراین، په يوې تازه مرکې کي ویلي دي چي ممکن ټرمپ سږ کال د طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږي، خو حتی که چیري موافقه و نه سي، ټرمپ چمتو دی چي په افغانستان کي امریکايي عسکر راکم کړي.

ووبیران وايي موږ همدااوس د طالبانو سره په خبرو لګیا یو. افغان ځواکونه بهتره او تکړه سويدي. نو لهذا، زه فکر کوم چي ډېر ژر به موږ پدې توانېږو چي خپل عسکر راکم کړو.»

ووبراین وايي ټرمپ باور لري چي د افغانستان په اړه باید خپله ژمنه پوره کړي.

ووبراین وايي موږ پر یوې موافقې باندي کار کوو، خو موږ غواړو چي دا موافقه ښه موافقه وي.

ووبراین وايي ټرمپ غواړي چي تر موافقې مخکي تشدد او مرګ ژوبله راکمه سي، او سمدستي بین الافغاني خبري پیل سي. هغه زیاته کړه،«خو په نهایت په افغانستان کي د سولي راتګ په افغانانو پوري اړه لري.»