افغانان باید باخبره وساتل سي!

د طالبانو د قطر دفتر او امریکایان باید په منظمه توګه افغانان د خبرو او موافقې له جریانه باخبره وساتي. البته پدې برخه کي د طالبانو د قطر د دفتر مسولیت تر امریکایانو زیات دی. د افغانانو باخبره ساتل یوه ملي او ایماني وجیبه ده. پدې برخه غفلت، لټي، او بې پروايي کول ډېر سوالونه راپورته کوي.
افغانان حق لري چي وخت په وخت د خپل برخلیک په برخه کي ثقه او جامع معلومات ترلاسه کړي. په ملي مسایلو کي د خپل ولس سره مخفي کاري کول بد عواقب لري، او د خلګو اعتماد ته صدمه رسوي.
د افغانستان سوله د ګردو افغانانو مشترک هدف دی، او دا مسله د ټولو افغانانو د ژوندانه سره نېغ په نېغه تړلې ده. نو لهذا، هغوی حق لري چي باخبره واوسېږي.
واحد فقیري