افغانستان او د امریکا انتخابات
بېګاه شپه په امریکا کي د دیموکراتو کاندیدانو اوومه مناظره وه. پدې مناظره کي د منیځني ختیځ مسله څو ځله یاده سوه. ټولو کاندیدانو د قاسم سلیماني وژل او د ایران سره جنګ کول رد کړل.
د دیموکراتانو پدې مناظرې کي، د افغانستان موضوع هم څو ځله یاده سوه. سناتور سینډرز او ښاغلي ټام سټېیر په ۲۰۰۱ کي د کلفورنیا د ایالت د استازي، اغلې باربرا لي، هغه موقف وستايي چي په یوازي سر یې د افغانستان د اشغال سره مخالفت کړی وو.
د امریکا په کانګرس کي، اغلې باربرا لي، یوازنۍ استازې وه چي د افغانستان د جنګ پر خلاف يې رایه ورکړه. لدې راوروسته، اغلې لي ته د مرګ څو تهدیدونه وسول، او بالاخره د امریکا پولیس مجبوره سول چي د هغې د ژوند د حفاظت لپاره ساتونکي وټاکي. خو اوس، ۶۰ ٪ فیصده امریکایان د افغانستان د جنګ سره مخالف دي. او اکثره امریکایان د افغان د جنګ پر ضد د باربرا لي اصولي دریځ ستايي.
د برايي په مناظرې کي، ټول کاندیدان پدې همنظره ول چي په افغانستان او عراق کي د امریکايي عسکرو شمېر باید راکم سي.
سناتور وارن وویل موږ باید خپل محاربوي عسکر له مینځني خیتځ څخه راوباسو. هلته د هغوی موجودیت زموږ سره مرسته نه کوي. سناتور وران دغه راز د افغانستان د جنګ سره هم خپل مخالفت یو ځل بیا اعلام کړ. هغې وویل امریکايي جنرال تل موږ ته وايي چي لدې کوتل راوروسته هر څه سمېږي، خو حالات سم نه سول.
سناتور سینډرز هم د افغانستان له جنګ سره خپل مخالفت بیا څرګند کړ، او د امریکايي عسکرو د راایستلو ژمنه يې وکړه.
جو بایډن وویل چي حتی د اوباما په وخت کي افغانستان ته د زیاتو عسکرو د استولو سره مخالف وو.
واحد فقیري