خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

شاهین: د امریکا سره به د سولي موافقه ښايي د جنوري په آخر کي وسي

شاهین: د امریکا سره به د سولي موافقه ښايي د جنوري په آخر کي وسي

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند، ښاغلی سهیل شاهین، د پاکستان د مشهور انګریزي ژبي اخبار ډان سره تازه مرکه کړې ده، سهیل شاهین وايي موږ د تشدد پر راکمولو موافقه کړېده، او د دې هدف «خارجي عسکرو ته د امن د وتلو فرصت ورکړل دي.» شاهین زیاته کړېده چي دا «اور بند» نه دی، بلکي د «تشدد راکمول» دي.

ډان لیکي طالب مرکچیان او امریکایان ښايي د شنبې په روځ بیا سره جرګه سي. د دې خبرو مشري به شیر محمد عباس ستانکزی کوي.

سهیل شاهین وايي موافقه چمتو ده. «یوازنۍ موضوع چي پاته ده، هغه د دې موافقې د امضا کولو د نېټې ټاکل دي. اوس فقط د ورځو مسله ده. موږ خوشبین یو چي دا موافقه به د دې میاشتي په اخر کي لاسلیک سي.»

واحد فقیري