د سولي د موافقې راوروسته سم نیم افغانان د امریکايي قواوو وتل غواړي
د امریکا د جنګ او سولي انسټیوټ د افغانانو د عامه افکارو نوې سروې خپره کړېده. پدې سروې کي په ۳۴ ولایتونو کي له ۵۰۳۸ افغانانو څخه پوښتني سويدي. پدې سروې کي ۳۲۷۲ نارنیو او ۱۷۶۴ ښځو برخه اخیستې ده.
دا سروې وايي چي ۵۷ ٪ افغانان له طالبانو څخه غواړي چي امریکايي عسکر د دوی له سیمو څخه وشړي. بلخوا، ۴۶ ٪ افغانان د سولي د موافقې څخه راوروسته د خارجي عسکرو وتل غواړي، او ۳۳ ٪ افغانان يې پاته کېدل غواړي.
بل پلو، ۴۱ ٪ افغانان د خلیلزاد د ماموریت حمایت کوي، خو ۳۹ ٪ يې مخالف دي. او ۲۰ ٪ افغانان د خلیلزاد د ماموریت په اړه هیڅ نظر نه لري.
د سروې سویو کسانو ۸۳ ٪ وايي چي د سولي په پروسه کي باید ښځي ګډون ولري، خو ۱۷ ٪ يې مخالفت کوي.
پدې سروې کي راغلي دي چي اکثریت افغانان ډارېږي چي که چیري خارجي عسکر پرته له موافقې څخه ووځي، په وطن کي به داخلي جنګ پېښ سي.
واحد فقیري