خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

شپږ لنډ خبرونه

۱ – د نړیوال شفافیت سازمان: افغانستان د جهان له لسو فاسدو هیوادو څخه دی

د نړیوال شفافیت سازمان په خپل کلني (۲۰۱۹) راپور کي وايي چي افغانستان د جهان په ۱۸۰ هیوادو کي د لسو فاسدو ملکونو کي راځي. همدا سبب دی چي مطلق اکثریت افغانان د کابل پر رژیم باندي باور نه لري.

۲ – د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په سویس کي د اشرف غني خبري غیرمسولانه وې. او غني د طالبانو د قطر د دفتر پر غړو باندي «له حقیقه لیري اتهامونه وارد کړل.»‌

۳ – الجزیزه لیکي جنګ، فقر، او طبیعي آفتونو نیم میلون افغانان د خپلو کورونو خوشي کولو ته مجبوره کړي دي. د ځینو افغان کورنیو لپاره دننه په هیواد کي بې ځایه توب د ژوندانه یوه برخه ګرځېدلې ده. فقر او بېکاري زیات ځوانان جنګ ته مجبوره کړيدي. الجزیره انګلیش پدې برخه کي یو ویډیويي رپوټ برابر کړی دی. په ګرداب کي یې کتلای سئ.

۴ – د امریکا شاردافیر، راس ویلسن، د ډاکټر عبدالله سره کتلي دي.

۵ – د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی، ضمیر کابلوف، وايي ښايي هند په آینده کي د افغان د سولي په پروسې کي ورداخل سي.

۶ – سیګار وايي امریکا داسي امریکايي مامورین افغانستان ته استولي ول چي د طالبانو او القاعدې تر مینځ په فرق نه پوهېدل. دې امریکایي مامورینو د افغانستان د جامعې، فرهنګ، او بومي سیاسي جوړښت او ډاینامیزم په اړه مقدماتي معلومات نه لرل.

واحد فقیري